په کابل کښې د نوي جوړ شوي جومات نوم غزه کیښودل شوی
(last modified Sun, 26 Jan 2025 22:58:16 GMT )
Jan 27, 2025 03:28 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د نوي جوړ شوي جومات نوم غزه کیښودل شوی

ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین له خلکو سره د پیوستون لپاره د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د نوي جوړ شوي جومات نوم «غزه» کیښودل شو.

د کابل د غزې په نوم جومات چې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په یولسمه نیټه پرانیستل شوی د کابل د مرکز په قوای سیمه کښې او د تجارتي مرکزونو  او د ښار د قالینو مشهورو بازار ته نږدی جوړ شوی.

د کابل د غزې په نوم جومات دوه چته  دی چې هلته کابو پینځه سوه کسان په یووخت لمونځ کولای شي.

صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې پرله پسې حملو کښې چې د دوه زره درویشتم میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې یې د روان میلادي کال تر جنورۍ میاشتې پورې دوام ورکړی و کابو زر(۱۰۰۰) جوماتونه تباه کړي دي او ویل کیږي چې د غزې تړانګې درې اتیا فیصده جوماتونه تباه کړې شوي دي.