په افغانستان کې سیل او ورښټونو له امله ۳۶کسان قرباني شوي
دافغانستان د طبیعي پیښو باندې دغور په چارو کې حکومتي ادارې په دغه هیواد کې د ورښتونو او سیل په زیاتیدا پسې دلږترلږه ۳۶کسانو د وژل کیدا او د کابو شپیتو نورو دټپي کیدا خبر ورکړی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، دافغانستان د طبعیي پيښو باندې د غور په چارو کې د حکومت د وزارت ویندوي جانان سایق په یولړ څرګندونو کې ، په دغه هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د ځاني او مالی تاوانونو په اوښتو باندې په افسوس کولو سره ، د لږترلږه ۳۶ کسانو دمړینې او د څه دپاسه شپیتو نورو د ټپيکیدا خبر ورکړ.
جانان سایق وئیلي دي، تاوان موندونکو سیمو ته مرستندویه او ژغورونکي ټيمونه موجود دي،البته په سلګونو جیربه کرهڼيزې مځّکې کابو دوه نیم سوه کورونه په بشپړ ډول ړنګ شوي او کابو اویا کورونه په جزوي توګه ړنګ شوي دي.
ځینو ځاي سرچینو هم وئیلي ديو چې په دغو ورښتونو او سیل او طوفان پسې دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په یوه کور کې شپږ کسان سخت ټپيان شوي دي. دغه راز ددغه ولایت په موسی کلا، سنګی اوباباجي ولسوالیو کې کې هم تاوانونه اوښتي او د ښځو او ماشومانو پشمول پنځه کسان پکې قرباني شوي دي. دغه راز په فراه ولایت کې هم په دغو سیلابونو کې کابو ۲۲ کسان مړه او کابو دیر شو نور هم ټپیان شوي دي. جانان سایق دغه راز خبر داری ورکړی چې د موسمیاتو د ادارې د اطلاعاتو په اساس ، ورښتونه به په راتلونکو شپو ورځو کې هم دوام ولري.