افغانستان له چاودیدونکو موادونو څخه زیات تاوان لیدونکی هیواد دی
(last modified Sat, 05 Apr 2025 00:51:38 GMT )
Apr 05, 2025 05:21 Asia/Kabul
  • افغانستان له چاودیدونکو موادونو څخه زیات تاوان لیدونکی هیواد دی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو دفتر« یوناما »خبرداری ورکړ افغانستان له جنګونو څخه د پاتې چاودیدونکو توکو په وجه هماغه راز یو تر ټولو تاواني هیواد دی.

یوناما د اپریل د میاشتې د څلورمې نیټې یعني د ماینونو پرضد له اقدام سره د مرستې او د ماینونو له خطر څخه د خبرتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي د تیرو څو لسیزو په جنګونو کښې په افغانستان کښې لسګونو زره خلک د چاودیدونکو موادو له کبله یا مړه شوي یا هم ژوبل شوي دي.

یوناما وویل چې په دغو پیښو کښې اکثره وژل کیدونکي کسان ماشومان دي.

د ملګروملتونو دغه ارګان دغه راز له افغانستان څخه د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ: افغانستان نړیوال ملاتړ ته زیات ضرورت لري.

له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ هم ویلي وو چې په افغانستان کښې خلک هماغه راز د پاتې ماینونو او د چاودیدونکو موادونو له خطر سره مخامخ دي.