ملګرو ملتو وویل زده کړو ته د افغانانو لاسرسی خورا مهمه ده
راپور څرګندوي چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله، تر ۱.۵ میلیونه زیاتې نجونې له ښوونځي بېبرخې پاتې دي. دا بندیز اوس دریم کال ته داخل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې زدهکړې ته لاسرسی لا هم له سختو محدودیتونو سره مخامخ دی.
راپور څرګندوي چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله، تر ۱.۵ میلیونه زیاتې نجونې له ښوونځي بېبرخې پاتې دي. دا بندیز اوس دریم کال ته داخل شوی دی.
اوچا زیاتوي: «دغه بندیز له لوست لیک د نجونو د بېبرخې کېدو، د ماشومانو د کار کولو، د وختي ودونو، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، او نورو ناوړو کړنو سبب شوی دی.»
راپور وایي، دا وضعیت د ټول هېواد په کچه د افغان مېرمنو او نجونو کړاوونه نور هم زیات کړي دي.
په راپور کې دا هم راغلي چې د ښځو لپاره د زدهکړې دروازې لا پسې تنګې شوي، ځکه چې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د طالبانو چارواکو بندیز وغځاوه او په عمومي او خصوصي طبي انستیتیوتونو کې یې هم د نجونو زدهکړې منع کړې.