ظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی
نایروبي ټایمز راپور ورکړی چې ظاهر قدیر د امریکا تر څار لاندې و او په کینیا کې د محکمې د حکم پر بنسټ د «بېلابېلو جرمونو» په تور نیول شوی دی.
په راپور کې راغلي چې قدیر کینیا ته له ننوتلو وروسته د نایروبي ښار په یو هوټل کې نیول شوی او د دغه هېواد د جنايي تحقیقاتو ادارې د نوموړي د نیولو لپاره له محکمې اجازه غوښتې وه.
د محکمې مشر قاضي د لوی څارنوال غوښتنه منلې او د ظاهر قدیر د لنډمهالې نیونې اجازه یې ورکړې ده.
د راپور په حواله، د امریکا له مخدره توکو سره د مبارزې ادارې یو مامور نیکولاس ډيفرانسیسکو له خوا په ثبت شوي شکایت کې ښاغلی قدیر «د نشهيي توکو د واردولو دسیسې او درنو وسلو لرلو» په تور تر څار لاندې دی.
د کینیا د جنايي تحقیقاتو څانګې افسر جان وافولا ویلي چې ظاهر قدیر د روان کال د اپریل پر ۱۴مه د قطر هوايي شرکت په الوتکه کې له کابله نایروبي ښار ته راغلی و او له هغه مهاله دلته اوسېده.
نایروبي ټایمز لیکلي چې امریکايي چارواکو د رسمي دیپلوماتیک یادښت له لارې د ښاغلي قدیر د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.
د یادې رسنۍ په خبره، دمګړی نوموړی له کینیايي پولیسو سره په توقیف کې دی او ښايي په راتلونکو ورځو کې یې امریکا د لېږد په اړه پرېکړه وشي.
له دې وړاندې د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو خبر ورکړی و چې نوموړی په متحده عربي اماراتو کې نیول شوی دی.
هغوی پر ښاغلي قدیر د شویو تورونو په اړه څه ویلي نه دي.