حقاني له کابلوف سره پر امنیتي همکاریوغږېدلی
(last modified Thu, 24 Apr 2025 01:46:23 GMT )
Apr 24, 2025 06:16 Asia/Kabul
  • حقاني له کابلوف سره پر امنیتي همکاریوغږېدلی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د دغه هېواد سفیر دیمیتري ژیرنوف سره پر «امنیتي همکاریو» غږېدلی دی.

د نوموړي وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه کې د دې کتنې خبر ورکړی دی.

قانع زیاته کړې چې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

د نوموړي په خبره، حقاني د طالبانو په اړه د مسکو وروستي اقدامات ستایلي او دا یې «د سیاسي واقعیتونو د ملنو لور ته یو مهم ګام» بللی دی.

قانع ویلي چې دواړو لوریو د دیپلوماتیکو اړیکو لوړول او سفارتي کچې ته رسول او د متقابل تعامل، امنیتي او سوداګریزو همکاریو ژمنې کړې دي.