د طالبانو پخواني قوماندان د امریکايي جرنلسټ په برمته کولو اعتراف وکړ
د امریکا د عدليې وزارت وویل چې د طالبانو یوه پخواني قوماندان منلې چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په افغانستان او پاکستان کې یو امریکايي ژورنالېست او دوه افغان ښاریز یرغمل کړي وو.
۴۹ کلن افغان ښاریز حاجي نجيب الله، چې په ۲۰۲۰ کال کې د رویټرز خبري اژانس د پخواني خبریال ډېوېډ روډ پر تښتولو تورن شوی و، اوس د عمر قید سزا له خطر سره مخامخ دی.
نجيب الله مخکې هم په دې جرم اعتراف کړی و. نوموړي همداراز له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹ کلونو پورې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژنو په قضیه کې هم خپل رول منلی و.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د عدليې وزارت وویل چې د نجيب الله تر مشرۍ لاندې طالبانو د امریکا پر پوځیانو بریدونه کول. همداراز یې له یوه فرانسوي خبریال سره د نجيب الله د مرکې هغه څرګندونې یادې کړې، چې پکې نوموړي ویلي و چې څنګه یې فرانسوي او امریکايي عسکرو ویشتي وو.