طالبانو له هند سره د سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
(last modified Mon, 28 Apr 2025 01:32:40 GMT )
Apr 28, 2025 06:02 Asia/Kabul
  • طالبانو له هند سره د سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي انند پرکاش سره په لیدنه کې له نوې ډیلي سره د سیاسي اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی دی.

د دغه  وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر شبکې اېکس کې لیکلي چې متقي په دې لیدنه کې د سوداګرو په ګډون ناروغانو او محصلانو ته د ویزې په وکړه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

متقي پر هندي پانګوالو هم غږ کړی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

بل پلو د هند ځانګړي استازي هم له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې هم بشپړې کړي.

د یادونې ده چې هند او طالبانو له شاوخوا دریو کالو وروسته د دیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې خبرې اترې پیل کړي دي، خو تر اوسه یې دطالبانو دولت په رسمیت پېژندلې نه ده.