د طالبانو حکومت د فرانسې د سفارت د پرانیستلو غوښتنه وکړه
(last modified Tue, 13 May 2025 09:21:35 GMT )
May 13, 2025 13:51 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت د فرانسې د سفارت د پرانیستلو غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت استازي «سهیل شاهین» پرون د افغانستان په چارو کښې د فرانسې له استازي «ژان مارین شو» سره په کتنه کښې د فرانسې له حکومت وغوښتل په کابل کښې خپل سفارت پرانیزي او هغه فعال کړي.

دواړو لورو دغه راز د روان سیاسي حالت ، د کابل او د پاریس ترمینځ د دوه اړخیزه اړیکو ، د بشر دوستانه مرستو او نورو اړونده موضوعګانو په هکله خبرې وکړې.

د سیاسي مسائیلو ځينې شناندي وايي د ډيپلوماسۍ په حوزه کښې د افغانستان د حکومت وروستي اقدامات له نړیوالې انزوا څخه د وتلو او د چین ، د روسیې ، امریکا او د اروپا په شان له سیمه ئیزو قدرتونو سره په اړیکو کښې د انډول رامینځته کول دي.

د سیاسي مسائیلو یو خبر کس «فضل الرحمان اوریا» وویل په اوسنیو شرایطو کښې د افغانستان خارجي ډيپلوماسۍ یوه بریالۍ ډيپلوماسۍ ده او هغه توانیدلي ده له زیاتو هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.

هغه وویل هغه ورځ لیرې نه ده چې د همدغه ډيپلوماسۍ پراساس افغانستان په کامل ډول له انزوا څخه ووځي او د نړیوالې ټولنې په یوه فعال غړي بدل شي.

د افغانستان یوه بل سیاسي شناند «معین ګل څمکني» هم وویل د طالبانو خارجه وزارت تل هڅه کوي چې د نړۍ له هیوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي او دغو هڅو مثبته نتیجه ورکړي ده او همدا اوس وینو چې دیرش هیوادونه له مونږ سره ښې اړیکې لري.