طالبانو د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم برید غندلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i161386-طالبانو_د_ایران_پر_وړاندې_د_صهیونیستي_رژیم_برید_غندلی
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو رژیم لخوا د ایران اسلامي جمهوریت پر خاورې وروستي بریدونه او د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو وژنې، چې د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو، په ځانګړې توګه د هېوادونو د ملي حاکمیت او ارضي بشپړتیا ښکاره نقض دی، په کلکه غندي.
(last modified 2025-06-13T08:40:47+00:00 )
Jun 13, 2025 13:07 Asia/Kabul
  • طالبانو د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم برید غندلی

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو رژیم لخوا د ایران اسلامي جمهوریت پر خاورې وروستي بریدونه او د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو وژنې، چې د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو، په ځانګړې توګه د هېوادونو د ملي حاکمیت او ارضي بشپړتیا ښکاره نقض دی، په کلکه غندي.

نوموړي زیاتوي، دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د فلسطین مظلوم ولس، په تېره بیا په غزې تړانګه کې، لا هم د دوامداره او ویجاړونکو بریدونو قرباني دی، او اشغالګر رژیم د بشري او نړیوالو اصولو له پروا ساتلو پرته دا لړۍ جاري ساتلې.

ذبیح الله مجاهد وایي، له بده مرغه، د داسې کړنو دوام د سیمې وضعیت نور هم نازک او اندېښمنوونکی کړی دی.

د طالبانو ویاند وایي، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو اړوندو خواوو غواړي چې په مسؤلیت سره او د سیمه‌ییزې سولې او امنیت د ساتنې په موخه، دې موضوع ته پام وکړي او د سیمې د لا ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د پراخېدو مخه ونیسي.