یوناما د طالبانو پر نوې رسنیزې تګلارې ژوره اندېښنه ښودلې
(last modified Thu, 10 Jul 2025 09:25:55 GMT )
Jul 10, 2025 13:55 Asia/Kabul
  • یوناما د طالبانو پر نوې رسنیزې تګلارې ژوره اندېښنه ښودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په تازه څرګندونو کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلاره د اندېښنې وړ بللې ده.

یوناما وايي، د طالبانو دا اقدام به لا له وړاندې محدود شوي رسنیز چاپېریال کې نوره وېره او خودسانسوري رامنځته کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کورنیو رسنیو ته له وړاندې لګول شوي شفاهي محدودیتونه رسمي کړل، چې پر خبریالانو، خپرونو او رسنیو ته پر بلل کېدونکو مېلمنو وضع شوي وو.

طالبانو رسنیو ته په رسمي ډول ویلي، چې هېڅ ډول انتقادي سیاسي خپرونې نشي کولای او سپارښتنه یې کړې، چې د خپرونو محتوا او د بلل کېدونکو مېلمنو نوملړ او جزییات له نشر وړاندې باید دوی سره شریک شي.

طالبان دغه محدویتونه د “اسلامي اصولو د ساتنې، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د قومي، مذهبي او ژبنیو تفرقو د مخنیوي” په نوم توجیه کړي دي. د رسنیو کارکوونکي وايي، په دې سره طالبان یوازې غواړي چې دا ډله په افغانستان کې له وړاندې ژوندۍ مدني او د بیان آزادۍ فضا په بشپړه توګه له منځه یوسي.