د پښتو ژبې مشهور حماسي او ولسي شاعر مطیع الله تراب ومړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162388
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو، سیاسي څېرو، لوبغاړو، شاعرانو، فرهنګیانو او عامو خلکو د هغه د میړنې په اړه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي.
(last modified 2025-07-15T07:15:04+00:00 )
Jul 15, 2025 11:43 Asia/Kabul
  • د پښتو ژبې مشهور حماسي او ولسي شاعر مطیع الله تراب ومړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو، سیاسي څېرو، لوبغاړو، شاعرانو، فرهنګیانو او عامو خلکو د هغه د میړنې په اړه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي.

مطیع الله عابد د وطن‌دوستۍ، مبارزې او ملي احساس په شاعرۍ کې ځانګړی شهرت درلود او د هېواد بېلابېلو سیمو، کلتورونو او نسلونو خلکو ته یو پېژندل شوی ادبي شخصیت و.

د مرحوم جنازه نن په کابل او له هغې وروسته د ننګرهار په جلال اباد ښار کې ادا شوه، دغه راز به د ماسپښین په دوه بجو پخپل پلرني ټاټوبي کې د جنازې له ادا کولو وروسته خاورو ته وسپارل شي.