ملګرو ملتونو د افغانستان د بې سوادۍ په کچې اندېښنه ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162396
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې د کتابونو جشنواره کې د افغانستان د بې سوادۍ کچې په زیاتېدو اندېښه ښوددلې.
(last modified 2025-07-15T07:53:46+00:00 )
Jul 15, 2025 12:22 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو د افغانستان د بې سوادۍ په کچې اندېښنه ښودلې

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې د کتابونو جشنواره کې د افغانستان د بې سوادۍ کچې په زیاتېدو اندېښه ښوددلې.

رزا اوتونبایوا وویل، په افغانستان کې ۵۰٪ نارینه او ۸۰٪ ښځې بې سواده دي، چې دا د نړۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا په کابل کې د کتابونو جشنواره کې هغې وویل، یوازې ۵۰٪ نارینه او ۲۰٪ ښځې لوستل او لیکل کولای شي.

د یونسکو د نوي تعریف له مخې، سواد یوازې لوستل او لیکل نه، بلکې د ژوند او ټولنې په بدلون کې د پوهې او مهارتونو کارول دي.

خو په افغانستان کې ډېری خلک لا هم د لوستلو او لیکلو له وړتیا بې برخې دي.