طالبان : راستنېدونکي کډوال ټول د عفوې له فرمانه برخمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162736
دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي، چې تر دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال په ځانګړي ډول ښځې، نظامیان،د جمهوریت د دورې کارکوونکي او خبریالان د طالبانو له لوري له سختې ځورونې او خپل سرو نیونو سره مخ دي.
(last modified 2025-07-25T07:29:06+00:00 )
Jul 25, 2025 11:56 Asia/Kabul
  • طالبان : راستنېدونکي کډوال ټول د عفوې له فرمانه برخمن دی

دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي، چې تر دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال په ځانګړي ډول ښځې، نظامیان،د جمهوریت د دورې کارکوونکي او خبریالان د طالبانو له لوري له سختې ځورونې او خپل سرو نیونو سره مخ دي.

 

‏د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدا... فطرت وايي، چې هېواد ته راستنېدونکي ټول کډوال د عمومي عفوې له فرمان برخمن دي.

فطرت زیاتوي هیڅوک هم له سیاسي لحاظه له هغوی سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي او که داسې څه پېښ شي حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین جزا ویني.

د طالبانو مرستیال ویاند وایي، که په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي او خورا جزئي ده چې یوناما ته نه ښایي استفاده ترې وکړي او د پروپاګند په خپرولو سره اندېښنې زیاتې کړي.

نوموړي همداراز ویلي، چې موږ دا ډول اندېښنې او د هغو سیاسي کول په کلکه ردوو.

فطرت ویلي، چې دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه دې هیڅ اندېښنه و نه لري او په ډاډ سره دې هېواد ته راستانه شي.