په خوست، پکتیا او لوګر کې بېپيلوټه الوتکو ګړمې کړي دي
Aug 07, 2025 06:28 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان ځايي سرچینو خبر ورکړی چې په خوست، پکتیا او لوګر کې بېپيلوټه (ډرون) الوتکو الوتنې کړې دي.
سرچینو پرون ویلي چې دغو الوتکو ټيټ الوت کاوه او څو ساعته د دغو ولایتونو په ځينو سیمو کې لیدل شوې دي.
وړمه ورځ هم سرچینو خبر ورکړی و چې د دغو ولایتونو په اسمان کې یې بېپيلوټه الوتکې لیدلې دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکې د کوم هېواد دي او له کومې لارې د افغانستان هوايي حریم ته ننوتلې دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هوايي حریم کې د ناڅرګندو بېپيلوټه الوتکو الوتنې زیاتې شوې دي.
ټیګونه