له هراته د جامو دویمه صادراتي محموله عراق ته ولېږدول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175192-له_هراته_د_جامو_دویمه_صادراتي_محموله_عراق_ته_ولېږدول_شوه
د هرات د جامو د تولیدوونکو اتحادیې رئیس عزیزالله نورزی وايي، په دې محموله کې شاوخوا ۸۰ زره جوړې جامې شاملې دي چې ارزښت یې نږدې ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.
(last modified 2026-07-15T08:58:59+00:00 )
Jul 15, 2026 13:21 Asia/Kabul
  • له هراته د جامو دویمه صادراتي محموله عراق ته ولېږدول شوه

د هرات د جامو د تولیدوونکو اتحادیې رئیس عزیزالله نورزی وايي، په دې محموله کې شاوخوا ۸۰ زره جوړې جامې شاملې دي چې ارزښت یې نږدې ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه، د هرات تولیدي فابریکې هڅه کوي خپل محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورسوي او د صادراتو کچه لوړه کړي.

په همدې حال کې د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس بشیرمحمد سیرت وايي، پر ورته وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي، د صنعت او سوداګرۍ ریاست هڅه کوي د جامو د تولید لپاره د اړتیا وړ خامو موادو تعرفې راکمې کړي، څو د تولیدي فابریکو د ودې او د صادراتو د پراختیا لپاره لا ښه زمینه برابره شي.

د هرات د جامو تولیدوونکو فابريکي رئیس محمد نعيم الياسي وايي، په دې محموله کې د دغه ولایت بېلابېل تولیدات شامل دي چې د افغان تولیداتو د سیمې بازارونو ته د رسېدو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

 

په همدې حال د هرات د کسبګرو او صنعتکارانو د اتحادیې رئیس عبدالقادر اکبري وايي، په دې فابریکه کې نږدې ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د هرات د تولید شوو جامو لومړۍ محموله عراق ته صادره شوې وه.

مسوولین وايي، د دغه ولایت تولیدي کارخونې هڅه کوي د نړیوالو معیارونو په رعایت سره، په سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغان تولیداتو حضور لا پیاوړی کړي او د صادراتو کچه نوره هم لوړه کړي.