له افغانستان سره په سوداګري کې ایران د پاکستان ځایناستی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175378-له_افغانستان_سره_په_سوداګري_کې_ایران_د_پاکستان_ځایناستی_شوی
پارس تودی- په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو ټرانزیټ ۹۳ سلنه راکم شوی، د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ونډه د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې په څرګند ډول لوړه شوې ده.
(last modified 2026-07-20T12:21:00+00:00 )
Jul 20, 2026 16:47 Asia/Kabul
  • ایران و افغانستان
    ایران و افغانستان

پارس تودی- په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو ټرانزیټ ۹۳ سلنه راکم شوی، د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ونډه د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې په څرګند ډول لوړه شوې ده.


د پارس تودی له راپور سره سم، د نړیوال بانک  راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټ کچه په بې‌ساري ډول راټیټه شوې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان له دې لارې د افغانستان د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر ۱۱ زره او ۵۹۲ ته راټیټ شوی، په داسې حال کې چې څلور کاله وړاندې دا شمېر نږدې ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.

د همدې مودې په ترڅ کې د پاکستان له خاورې د افغانستان ټرانزیټ ۹۳ سلنه کم شوی دی.

همدارنګه، د پاکستان له لارې د افغانستان د صادراتو ارزښت هم د پام وړ راټیټ شوی او له ۴۵۴ میلیونه ډالرو څخه شاوخوا ۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي چې د پاکستان د ونډې له کمېدو سره هم‌مهاله، بدیلو لارو، په ځانګړې توګه د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې، د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې ډېره ونډه ترلاسه کړې ده.