مونږ ته غوږ شئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175398-مونږ_ته_غوږ_شئ
نن درسره د افغانستان د خلکو د ژوند له زړه یو روایت، په هغو ترخو کلونو کې چې د امریکا د پوځي ځواکونو تر درنې سیوري لاندې یې ژوند کاوه ، خبرې کوو
(last modified 2026-07-21T08:32:46+00:00 )
Jul 21, 2026 12:55 Asia/Kabul
  • مونږ ته غوږ شئ

نن درسره د افغانستان د خلکو د ژوند له زړه یو روایت، په هغو ترخو کلونو کې چې د امریکا د پوځي ځواکونو تر درنې سیوري لاندې یې ژوند کاوه ، خبرې کوو

د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې، د امریکا پوځي حضور تل له هغو روایتونو سره مل و چې امنیت راوستل، له ګواښونو سره مبارزه او ملتونو سره مرسته پکې یادېدل.

امریکايي چارواکو تل ټینګار کړی چې د دې لاسوهنو موخه له ترهګرۍ سره مبارزه، له خلکو ملاتړ او د سولې او ثبات لپاره شرایط برابرول وو؛ خو حقیقت بل څه دی. له هغو شعارونو هاخوا چې امریکا پرې بار بار ټینګار کړی.

افغانستان هغه هېواد دی چې نږدې دوه لسیزې د امریکا او متحدانو پراخ پوځي حضور شاهد و. دا حضور له هغو ژمنو سره پیل شو لکه د امنیت ټینګښت، زیربناوو بیارغونه، اقتصادي پرمختګ، دیموکراتیکو بنسټونو جوړول او د افغانستان خلکو ته د ښه راتلونکي برابرول.

خو د افغان وګړو لپاره، دا کلونه له متفاوتو واقعیتونو سره مل وو؛ هغه واقعیتونه چې جګړه، ناامني، بېځایه کېدل او د عزیزانو له لاسه ورکول پکې د خلکو د ورځني ژوند نه بېلېدونکې برخه وګرځېد.

د دې کلونو په اوږدو کې، د افغانستان ډېرو خلکو د هغو تجربو خبرې وکړې چې په رسمي روایتونو کې لږ منعکس شوې؛ د هغو کورنیو تجربه چې خپل عزیزان یې د امریکا په پوځي بریدونو کې له لاسه ورکړل، هغه ماشومان چې ماشومتوب یې د چاودنو او وېرې په منځ کې تېر شو او هغه خلک چې د سترو سیاسي ژمنو او د ډګر د ترخو واقعیتونو ترمنځ یې ژور واټن احساس کړ.

انساني روایتونه، کله کله د شمېرو او رسمي راپورونو په پرتله، د یوې جګړې واقعي ابعاد ډېر ښکاره کوي. د هرې پېښې شاته یوه کورنۍ ده چې د ژوند لار یې بدله شوې، د هر بېځایه شوي کس شاته یو کور دی چې له لاسه تللی او د هر قرباني شاته یوه انساني کیسه نغښتې چې ښايي هېڅکله د خبرونو په سرلیکونو کې نه وي لیدل شوې.

په دې  پروګرام کې، موږ همدا کم اورېدل شوي روایتونه رابرسېره کوو؛ د هغو خلکو روایتونه چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو د حضور کلونه تجربه کړي او اوس له خپل لیده، له هغه څه خبرې کوي چې په ژوند یې تېر شوي. په دې برخه کې، موږ د دې کلونو له بل شاهد سره یو؛ د افغانستان د ټولنې له زړه یو روایت، هغه روایت چې موږ په افغانستان کې د امریکا د پوځي لاسوهنو له واقعیت او انساني پایلو سره لا ډېر اشنا کوي.

دغه  پروګرام چې هڅه کوي له رسمي روایتونو او خبري راپورونو هاخوا، انساني او کم اورېدل شویو تجربو ته ولاړ شي؛ هغه تجربې چې په خپل زړه کې، د هغو انسانانو د ژوند کیسه رانغاړي چې لوی سیاسي او پوځي بدلونونه یې په ټول وجود لمس کړي دي.

په تېرو برخو کې، موږ په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له پایلو او د دې هېواد د خلکو د جګړې او ناامنۍ له کلونو تجربې خبرې وکړې؛ د هغو کورنیو په اړه چې د خپلو عزیزانو د بايللو داغ یې پر اوږو وېست، د هغو ماشومانو په اړه چې د جګړې په سیوري کې لوی شول او د هغو خلکو په اړه چې کلونه یې له اندېښنې او اضطراب سره تېر کړل.

په دې برخه کې هم، موږ د هغو کلونو یوه بل روایت ته ځو؛ هغه روایت چې د افغانستان د خلکو د خاطرو یوه برخه راسپړي او ښيي چې څنګه لوی سیاسي او پوځي پرېکړې، د عادي انسانانو په ژوند کې منعکس کېږي..

نن زموږ روایت د "ګل محمد" له خولې دی، د افغانستان په سوېل ختیځ کې د خوست ولایت یو ۵۶ کلن سړی؛ هغه سړی چې د "بال هول" کلي د خلکو د ژوند تر ټولو ترخه ورځې په یاد لري. هغه ورځ چې باید د یوې کورنۍ لپاره د خوښۍ او نوي ژوند پیل ورځ وای، خو په څو شېبو کې د دې سیمې د خلکو یوه له دردوونکو خاطرو وګرځېده.

ګل محمد وايي:

"هغه ورځ، د ۲۰۰۲ کال د مې میاشتې اوولسمه نېټه وه. زموږ په کلي کې هر څه د خوښۍ رنګ او بوی درلود. یوه واده وو او خلک له شاوخوا کلیو  د  زوم او ناوې کورنیو ته د مبارکۍ ویلو او ملګرتیا لپاره راغلي وو. په افغانستان کې، واده یوازې یو کورنۍ مراسم نه دي؛ دا یو فرصت دی چې خلک سره راټول شي، خوښي وکړي او خپل پخواني دودونه ژوندي وساتي."

هغه دوام ورکوي:

"د مراسمو په یوه برخه کې، د یوه پخواني دود له مخې، څو تنو مېلمنو هوايي ډزې وکړې. دا کار د افغانستان په ډېرو سیمو کې، په ځانګړې توګه په ودونو کې، د خوښۍ او خوشالۍ نښه ده. چا فکر نه کاوه چې همدا غږ به، د هغو کسانو لپاره چې له لرې یې اورېدل، بشپړ متفاوته معنا ولري."

ګل محمد وايي:

"لږ وروسته، د الوتکو او چورلکو غږ په اسمان کې واورېدل شو. په پیل کې څوک نه پوهېدل چې څه پېښېږي. خلکو فکر کاوه چې ښايي یوه عادي الوتنه وي؛ خو ډېر ژر هر څه بدل شول. د چاودنو غږونو کلی ولړزاوه. خلک په وېره منډې وهلې. هېڅوک نه پوهېدل چې ولې دا پېښه شوې او ولې کورونه او عادي خلک په نښه شوي دي."

هغه په خفګان  سره دوام ورکوي:

"هغه ورځ، موږ داسې صحنه ولیدله چې هېڅکله به زما له ذهن نه ونه وځي. یو شمېر خلک وژل شوي وو؛ هغه خلک چې ډېری یې په یوه واده کې د ګډون لپاره راغلي وو. هغه کسان چې سهار له کوره وتلي وو ترڅو د یوې کورنۍ خوښي شریکه کړي، نور خپلو کورونو ته ونه ګرځېدل."

ګل محمد وايي:

"د هغو کورنیو لپاره چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي وو، هغه ورځ یوازې یوه پوځي پېښه نه وه؛ د ژوند خاتمه وه. داسې میندې وې چې خپل اولادونه یې له لاسه ورکړي وو، داسې ماشومان وو چې نور یې خپل پلار ونه لیده او داسې کورنۍ وې چې د یوې ورځې خوښي یې په هېرېدونکې ماتم بدله شوه."

هغه دوام ورکوي:

"وروسته مو واورېدل چې ویل کېدل د واده په مراسمو کې د خلکو ډزې، په تېروتنه د دښمن د ځواکونو د برید په توګه تعبیر شوې او له همدې امله امریکايي پوځي ځواکونو پر دې سیمه بمباري کړې وه. خو د کلي د خلکو لپاره، دغو بهانو د دوی له درده څه نه کمول.

دوی یوازې پوښتنه کوله: څنګه شونې ده چې د واده د مراسمو خوښي ته له پوځي برید سره ځواب وویل شي؟

څنګه شونې ده چې د خلکو د خوښۍ غږ د ګواښ په توګه تعبیر شي؟"

ګل محمد وايي:

"دې ترخې پېښې د سیمې ډېری خلک دې احساس ته اړ کړل چې نور د دوی ژوند امنیت نه لري. دوی نه پوهېدل چې څه شي کولی شي یو کلی په نښه کړي؛ یوه تېروتنه، یو ناسم تفاهم یا یوه پوځي پرېکړه. دا وېره، کلونه د خلکو په ذهنونو کې پاتې شوه."

هغه دوام ورکوي:

"له هغې ورځې وروسته، ډېری خلکو بهرنیو ځواکونو ته خپل نظر بدل کړ. تر هغه مخکې، ځینو هیله درلوده چې د امریکا او متحدانو حضور به افغانستان ته لا ډېر امنیت او ارام راوړي؛ خو کله چې خلک په داسې پېښو کې زیانمنېدل، دا هیلې رنګ بایلودې او موږ ټول په خپل هېواد کې د امریکا د پوځي لاسوهنو له واقعیت سره لا ډېر اشنا کېدو. هغه لاسوهنې چې له ازادۍ او دیموکراسۍ له ژمنو سره مل وې خو په عمل کې یې د افغانستان خلکو ته مرګ او کړاو راوړ."

ګل محمد په پای کې وايي:

"زه لا هم د هغو کسانو مخونه یادوم چې هغه ورځ مو له لاسه ورکړل. دوی سرتېري نه وو، جنګیالي نه وو؛ دوی عادي خلک وو چې د یوې کورنۍ مراسمو لپاره سره راټول شوي وو. دوی یوازې غوښتل چې یوه خوشاله ورځ ولري. زموږ لپاره، بال هول یوازې د یوه کلي نوم نه دی؛ دا د هغې ورځې یادونه ده چې یو واده، د ټولو لپاره په تریخه خاطره بدل شو."

د افغانستان د خلکو لپاره، په خپل هېواد کې د امریکا حضور د ارامۍ، ازادۍ او هوساینې په معنا نه و. بلکې دا حضور، د کورنیو په ژوند کې، په بايلل شویو خوښیو کې، د میندو په اندېښنو کې، د پلرونو په انتظار کې او د هغو ماشومانو په سترګو کې چې له وېرې سره لوی شول، مانا پیدا کړه. هره پېښه یوازې یو خبر نه و؛ بلکې د هغو کورنیو کیسه وه چې د ژوند لاره یې د تل لپاره بدله شوه.

هغه کلونه چې د امنیت ټینګښت، له ترهګرۍ سره مبارزې او ښه راتلونکي جوړولو په څېر ژمنو سره پیل شوي وو، د افغان وګړو لپاره د ناامنۍ، د عزیزانو د لاسه ورکولو او بې باورۍ له تریخو تجربو سره مل شول.

دا روایتونه د هغو کړاوونو او دردونو د کلونو یادونه ده چې د افغانستان خلکو د امریکا د پوځي ځواکونو د درنې سیوري لاندې تجربه کړل.

"دا پروګرام  یو فرصت دی چې له دې روایتونو نور هم واورو او په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور حقیقت بیا بیان کړو. هغه حقیقت چې امریکا کلونه د ازادۍ، له ترهګرۍ سره مبارزې او نورو ژمنو شاته پټ کړی و.