دحکایتونوکاروان (۶)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177938-دحکایتونوکاروان_(۶)
په دې پروګرام کې د کیسو پر قطار سپرېږو او د خوږو او اورېدلو وړ حکایتونو نړۍ ته سفر کوو؛ داسې ځای ته چې هلته خپل ټول فشارونه او اندېښنې پرېږدو، خوښۍ له ځان سره ملګرې کوو او په هر تمځای کې یوه له پنده ډکه کیسه زموږ انتظار باسي، څو وکولای شو د خپل ژوند کیسه لا ښکلې ولیکو.
(last modified 2026-09-10T11:19:45+00:00 )
Sep 10, 2026 12:58 Asia/Kabul
  • دحکایتونوکاروان  (۶)

په دې پروګرام کې د کیسو پر قطار سپرېږو او د خوږو او اورېدلو وړ حکایتونو نړۍ ته سفر کوو؛ داسې ځای ته چې هلته خپل ټول فشارونه او اندېښنې پرېږدو، خوښۍ له ځان سره ملګرې کوو او په هر تمځای کې یوه له پنده ډکه کیسه زموږ انتظار باسي، څو وکولای شو د خپل ژوند کیسه لا ښکلې ولیکو.

د نن ورځې په پروګرام کې د «داستان راستان» کتاب ته ورځو؛ چې د معاصرې فارسي ژبې له مشهورو کتابونو څخه یو دی. له دې ارزښتمن کتاب څخه، چې د شهید استاد مرتضی مطهري اثر دی، څو لنډې او له پنده ډکې کیسې به درته وړاندې کړو.

شهید استاد مرتضی مطهري د ایران له وتلو شخصیتونو او د ایران د اسلامي جمهوریت له نظریه‌پردازانو څخه و. نوموړی د ایران د اسلامي انقلاب له بریا لږه موده وروسته، د ۱۳۵۸ لمریز کال د غويي په میاشت کې، چې د ۱۹۷۹ کال له مې میاشتې سره سمون خوري، د فرقان ترهګرې ډلې له خوا په شهادت ورسېد.

له دې ستر متفکر، پوه  او ستر دیني عالم د فلسفې، حکمت او الهیاتو له برخو نیولې، تر تاریخ، د معصومینو او سترو شخصیتونو د ژوند او سیرت پورې، ګڼ شمېر اثار او کتابونه پاتې دي.

د هغه له مهمو اثارو څخه یو هم «داستان راستان» کتاب دی، چې په معاصره دوره کې د فارسي ژبې له مهمو اخلاقي، مذهبي او له پنده ډکو اثارو ګڼل کېږي.

شهید مطهري په دې کتاب کې د دیني او اخلاقي کیسو او حکایتونو مطالب له معتبرو کتابونو راټول کړي او په روانه او خوږه ژبه یې بیا لیکلي او سمبال کړي دي.

په ننني پروګرام کې مو له همدې کتاب دوه لنډې کیسې غوره کړې دي.

لومړۍ کیسه: د امام هادي(ع) حکایت

متوکل عباسي یو وینې تویونکی او ظالم خلیفه و، چې د امام هادي(ع) په زمانه کې یې ژوند کاوه. امام هادي(ع) د رسول الله حضرت محمد(ص) له اولادې او د شیعیانو لسم امام و.

متوکل د امام هادي(ع) په اړه د خلکو له مینې او درناوي ډېر وېرېده. هغه نه شوای زغملی چې خلک په خپله خوښه د امام هادي(ع) پیروي کوي او د هغه حضرت درناوی کوي.

البته د متوکل شاوخوا کسانو هم په دې برخه کې ډېر اغېز درلود؛ ځکه تل به یې د هغه په غوږونو کې دا خبرې کولې چې ښايي علي بن محمد، امام هادي(ع)، د پاڅون اراده ولري.

هغوی به ویل:

لرې نه ده چې د هغه په کور کې وسلې او یا لږ تر لږه داسې لیکونه پیدا شي چې دا ادعا ثابتوي.»

همدې دلیلونو ته په کتو، یوه شپه متوکل عباسي، پرته له دې چې مخکې کومه خبره شوې وي، د شپې له نیمایي وروسته، هغه مهال چې ټول خلک ویده وو، خپل یو شمېر کسان د امام هادي(ع) کور ته ولېږل، څو د هغه  حضرت کور وپلټي او امام په زور خپل ماڼۍ ته بوځي.

متوکل دا پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې د شرابو د څښلو مجلس یې جوړ کړی و او په مېلو او شرابو بوخت و.

د متوکل ماموران ناڅاپه د حضرت  امام هادي(ع) کور ته ننوتل او لومړی یې خپله امام ولټاوه.

هغوی ولیدل چې امام یوه کوټه تشه کړې، فرش یې ټول کړی او پر شګو او وړو تیږو ناست دی؛ د الله تعالی په ذکر او له خپل پروردګار سره په راز او نیاز بوخت دی.

ماموران نورو کوټو ته هم ننوتل او هغه یی هم  وپلټلې، خو هغه څه یې چې غوښتل، پیدا نه کړل.

نو اړ شول چې لږ تر لږه خپله امام هادي(ع) له ځان سره د متوکل حضور ته بوځي.

کله چې امام د متوکل مجلس ته ورننوت، متوکل د مېلمستیا او بزم په صدر کې ناست و او شراب یې څښل.

کله چې یې د حضرت  امام هادي(ع) عظمت او وقار ولید، امر یې وکړ چې امام دې د هغه ترڅنګ کېني.

امام، چې په زور دې مجلس ته راوستل شوی و، په خپګان د متوکل ترڅنګ کېناست.

متوکل هغه د شرابو جام چې په لاس کې یې و، امام ته وړاندې کړ.

امام یې له منلو ډډه وکړه او ویې فرمایل:

«پر خدای قسم، چې هېڅکله شراب زما په وینه او غوښه کې نه دي شامل شوي ؛ ما معاف کړه.»

متوکل ومنله.

بیا یې وویل:

«نو شعر ووایه او په خوږو او خوندورو شعرونو سره زموږ مجلس لا خوښ او رنګین کړه.»

امام هادي(ع) وفرمایل:

«زه د شعر سړی نه یم او د تېرو خلکو له شعرونو هم ډېر لږ په یاد لرم.»

متوکل وویل:

«بله چاره نشته، حتماً باید شعر ووایې.»

حضرت امام هادي(ع) د شعر په ویلو پیل وکړ. د شعر مفهوم داسې و:

«هغوی د لوړو غرونو څوکې خپل د اوسېدو ځایونه ګرځولي وو او تل به یې وسله‌وال کسان شاوخوا ولاړ وو چې ساتنه یې وکړي؛ خو هېڅ یوه یې هم ونه شوای کولای چې د مرګ مخه ونیسي او هغوی د زمانې له زیانونو وژغوري.»

«په پای کې، له هماغو لوړو څوکو او له هغو کلکو او نه نړېدونکو کلاګانو څخه، د قبرونو کندو ته راښکته کړل شول، او په څومره بدمرغۍ سره هغو کندو ته ولوېدل.»

«په همدې وخت کې یوه غږ کوونکي غږ وکړ او هغوی ته یې نارې کړې:

هغه ښکلاوې او زینتونه چېرته لاړل؟

هغه تاجونه چېرته شول؟

هغه غرور، هیبت او شان‌وشوکت چېرته لاړل؟»

«هغه څېرې چې د نعمتونو په منځ کې روزل شوې وې او تل به یې په ناز او نعمت کې ژوند کاوه، او ځانونه به یې د رنګارنګ پردو تر شا د خلکو له سترګو پټول؛ هغه څېرې چېرته دي؟»

امام هادي(ع) خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

«هو، قبر د هغوی پای داسې کړ چې ټول یې رسوا کړل. هغه څېرې چې په نعمتونو کې روزل شوې وې، په پای کې د ځمکې د چینجیانو د ګرځېدو ځای شوې.»

«هغوی د اوږدې مودې لپاره د دنیا نعمتونه خوړل او څښل او هر څه یې بلعول؛ خو نن هماغه کسان چې هر څه یې خوړل، خپله د ځمکې او د ځمکې د حشراتو خوراک شول.»

امام هادي(ع) په خپل ښکلي او رسا غږ، او داسې اهنګ سره چې د حاضرینو تر زړونو او حتی د متوکل تر زړه پورې یې لار وموندله، خپل شعر پای ته ورساوه.

د شرابو مستي د مېلمنو له سرونو وتښتېده.

متوکل خپل د شرابو جام په زور پر ځمکه وواهه، په داسې حال کې چې اوښکې یې د باران په څېر له سترګو بهېدلې.

په دې توګه د هغه د شرابو او عیش مجلس ګډوډ شو، او د حقیقت رڼا وتوانېده، که څه هم یوازې د لنډ وخت لپاره، د غرور او غفلت دوړې د یوه سخت او بې رحمه زړه له مخې لرې کړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

ویاند:

 

دویمه کیسه: د بې‌نیازۍ درس

 

هغه د خپل تېر له سخت او له کړاوونو ډک ژوند سره په فکر کې ډوب و.

هغه ورځې یې په یاد راتلې چې څومره ترخې او سختې وې؛ داسې ورځې چې حتی د خپلې مېرمنې او معصومو ماشومانو د ورځني خوراک برابرولو توان یې هم نه درلود.

له ځان سره یې فکر کاوه چې څنګه یوازې یوې لنډې جملې، هماغې یوې جملې، چې په دریو بېلابېلو وختونو کې یې د هغه تر غوږونو ورسېده، د هغه روح ته ځواک ورکړ او د ژوند لوری یې بدل کړ؛ داسې چې هغه او کورنۍ یې له هغه فقر او بدمرغۍ څخه وژغورل شول چې پکې راګیر وو.

هغه د رسول الله حضرت محمد(ص) له اصحابو څخه یو و.

فقر او تنګ‌لاسي پرې غالبه شوې وه.

یوه ورځ چې احساس یې وکړ نور یې توان پای ته رسېدلی، د خپلې مېرمنې په مشوره او وړاندیز یې پرېکړه وکړه چې د رسول الله(ص) حضور ته ورشي، خپل حالت ورته بیان کړي او له هغه حضرت څخه مالي مرسته وغواړي.

 

په همدې نیت روان شو.

خو لا یې خپله غوښتنه نه وه بیان کړې چې د رسول اکرم(ص) دا جمله یې واورېده:

«هر څوک چې له موږ څخه مرسته وغواړي، موږ به ورسره مرسته وکړو؛ خو که څوک بې‌نیازي غوره کړي او د یوه مخلوق مخې ته د اړتیا لاس اوږد نه کړي، الله تعالی به هغه بې‌نیازه کړي.»

هغه ورځ یې خپله خبره ونه کړه او بېرته خپل کور ته ستون شو.

خو بیا هم د فقر له هغې وېرونکې څېرې سره مخ شو چې لا یې هم د هغه پر کور سیوری غوړولی و.

بله ورځ بیا په همدې نیت د رسول اکرم(ص) مجلس ته حاضر شو.

هغه ورځ هم هماغه جمله یې د رسول الله(ص) له خولې واورېده:

«هر څوک چې له موږ څخه مرسته وغواړي، موږ به ورسره مرسته وکړو؛ خو که څوک بې‌نیازي غوره کړي، الله تعالی به هغه بې‌نیازه کړي.»

دا ځل هم، پرته له دې چې خپله اړتیا بیان کړي، بېرته کور ته ستون شو.

خو فقر دومره ستړی کړی و چې یو ځل بیا یې ستړی او رنځور بدن د رسول الله(ص) پر لور ورساوه؛ غوښتل یې د زړه خبره وکړي او له رسول الله(ص) څخه مالي مرسته وغواړي.

 

د درېیم ځل لپاره په همدې نیت د حضرت محمد(ص) مجلس ته ورغی.

خو لا یې خپله غوښتنه نه وه بیان کړې چې یو ځل بیا د رسول اکرم(ص)  مبارکی شونډې وخوځېدې او هغه هماغه جمله واورېده؛ په هماغه داسې اهنګ چې زړه ته یې ځواک او روح ته یې ډاډ ورکاوه:

«هر څوک چې له موږ څخه مرسته وغواړي، موږ به ورسره مرسته وکړو؛ خو که څوک بې‌نیازي غوره کړي، الله تعالی به هغه بې‌نیازه کړي.»

دا ځل یې په زړه کې لا ډېر ډاډ احساس کړ.

داسې ورته ښکاره شوه چې د خپلې ستونزې کلی  یا کونجي یې په همدې یوه جمله کې موندلی دی.

کله چې د رسول الله(ص) له حضور څخه ووت، په ډېر ډاډمنو ګامونو روان و.

له ځان سره یې وویل:

«نور به هېڅکله د بندګانو د مرستې په لټه کې نه ګرځم. پر الله توکل کوم او له هغه ځواک او استعداد ه چې الله تعالی زما په وجود کې امانت ایښی، ګټه اخلم.

له الله څخه غواړم په هغه کار کې چې پیل کوم، بریالی مې کړي او له نورو څخه مې بې‌نیازه کړي.»

له ځان سره یې فکر وکړ:

«زه د څه کار توان لرم؟»

ورته معلومه شوه چې اوس مهال دومره توان لري چې صحرا ته ولاړ شي، خس او لرګي راټول کړي، ښار ته یې راوړي او و یې پلوري.

نو ولاړ، یوه تیشه یې په پور واخیسته او صحرا ته لاړ.

لرګي یې راټول کړل او و یې پلورل.

د خپل لاس د مزدورۍ خوند یې وڅښه.

په راتلونکو ورځو کې یې هم دې کار ته دوام ورکړ، تر دې چې ورو ورو یې دومره پیسې پیدا کړې چې خپله تیشه، یو حیوان او د کار نور وسایل یې واخیستل.

کار ته یې لا هم دوام ورکړ، تر دې چې بالاخره د پانګې خاوند شو او غلامان یې هم پیدا کړل.

یوه ورځ رسول اکرم(ص) ورسره مخ شو.

په موسکا یې ورته وفرمایل:

«ما درته نه وو ویلي؟ هر څوک چې له موږ څخه مرسته وغواړي، موږ به ورسره مرسته وکړو؛ خو که څوک بې‌نیازي غوره کړي، الله تعالی به هغه بې‌نیازه کړي.»

هو!

حتی که موږ د دښتې اغزي راټول کړو او و یې پلورو، دا به ډېر ارزښت ولري تر دې چې د الله تعالی د مخلوقاتو مخې ته د سوال لاس اوږد کړو او خپل انساني عزت او شرافت له منځه یوسو.

الله تعالی انسان خپل تر ټولو غوره مخلوق ګرځولی او هغه یې پر ځمکه خپل خلیفه ټاکلی دی.

او الله تعالی غواړي چې انسان په خپل توان، استعداد او بدني ځواک کار او هڅه وکړي.

نو سوال او ګدایي باید لومړۍ لار نه وي!

هڅه، کوښښ او پر خپل پروردګار توکل هغه راز دی چې د الله تعالی د برکت او نمتونو د نازلېدو لاره هواروي.

پای