د ایران خارجه وزیر له افغان ولسمشر سره هم وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46890-د_ایران_خارجه_وزیر_له_افغان_ولسمشر_سره_هم_وکتل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل سفر په دوام کښې د دغه هیواد له ولسمشر سره وکتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2017 07:24 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر له افغان ولسمشر سره هم وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل سفر په دوام کښې د دغه هیواد له ولسمشر سره وکتل.

محمد جواد ظریف چې نن سهار د د خپل افغان همرتبه په بلنه د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی، د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره یې ملاقات او خبرې اترې وکړې. دغه ملاقات د خبریالانو او د ډله ایزو رسنیو له شتون پرته شوی دی.

ظریف همداشان کابل ته له رسیدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره وکتل او بیا یې په یوه خبري غونډه کښې د خپلې کتنې جزئیات تشریح کړل.

د ایران خارجه وزیر په دغه خبري غونډه کښې له افغانستان سره د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاو د دوام لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل: دواړه هیوادونه له ترهګرۍ او نشه ایزو توکو سره د مقابلې په شمول د ملګرتیا ډیرې زمینې لري چې دا ملګرتیاوې د دواړو ولسونو په ګټه دي.

محمد جواد ظریف همداشان د افغانستان د خلکو خلاف د ترهګرو اقداماتو په غندلو سره په نړیوالو ټولنو کښې له ایرانه څخه د دغه هیواد د ملاتړ قدرونه وکړه او زیاته یې کړه: ایران هم په مختلفو سویو او پړاونو کښې د افغانستان د حکومت او ولس ملاتړ کړی دی.

په دغه خبري غونډه کښې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په دغه خبري غونډه کښې د ایران او افغانستان د اشتراکاتو په اساس د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: ایران د افغانستان څلورم تجارتي شریک دی او دواړه هیوادونه په خپلو کښې ښې همکارۍ لري.

د افغانستان خارجه وزیر همداشان له ترهګرۍ سره د مبارزې ضرورت او اهمیت ته په اشارې سره وویل: د ترهګرۍ خلاف نړیواله مبارزه به هله کامیابه وي چې ټول هیوادونه د ترهګرۍ یو جامع تعریف ته سره ورسیږي او په ښې او بدې ترهګرې باندې د هغې له ویشلو پرته ورسره مقابله وکړي.

رباني په دوام کښې کلونه کلونه له میلیونونو افغان کډوالو د ایران د کوربه توب قدرونه وکړه.

ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د ملي وحدت د اجرايي شورا له مشر عبدا... عبدا... او د ملي امنیت د شورا له مشر محمد حنیف اتمر سره هم ملاقاتونه وکړي.