جنرال دوستم ترکیې ته لاړ
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم پرون د جمعې په ورځ د ترکیې پلازمینې انقره ته په سفر لاړ، او ځینو افغان او غربی چارواکو دغه سفر د جلا وطنې سفر بللی او ځینو هم د درملنې سفر بللی دے.
د نن ټکی آسیا د رپوټ له مخې خو نیویارک ټایمز ته یو شمېر افغان او غربی چارواکو ویلی چې جنرال دوستم به بیا زر هیواد ته را ستون نه شی.
بل لوری ته د هشت صبح ورځپاڼې ته هم یو شمېر سرچینو ویلی چې جنرال دوستم کیدای شی بیا افغانستان ته را ونه ګرځی.
له هغه وروسته چې په جنرال دوستم د اوزبک قومی مشر ایشچی د غیر قانونی بندی کولو او د جنسی تیری تور پور شوے و، نوموړی تر سخت دباو لاندی وو تر څو محکمې ته د خپلو ساتونکو په شمول حاضر شی خو نوموړی پر ځان لګېدلی تورونه ردول او په حکومت کې دننه پر جګپوړو چارواکو یې تور پوری کوی چې دده د شړلو لپاره یې پر خلاف دسیسه جوړه کړې.
د نیویارک ټایمز له خبر سره سم ولسمشر اشرف غنې دوه ځله د ترکیې د ولسمشر رجب اردوګان سره خبره کړې وه تر څو جنرال دوستم لپاره ځانګړې الوتکه را ولیږی او هغه له کابل څخه بوځی، خو دوستم جلا وطنۍ ته تیار نه وو، مګر پرون د جمعې په ورځ په خپله خوښه له هیواد څخه د ترکیې په لور وخوځېد.