یوه افغان پولیس خپل اته ملګری په ډزو ووژل
May 22, 2017 10:53 Asia/Kabul
زموږخبریال راپورراکړ دافغانستان دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې بیګا ماښام یو پولیس په پستې پر موجودو خپلو یو شمیر کسانوباندې په ناتار ډزو سره خپل درې ملګری ووژل او دوه نور ئې هم سخت ټپی کړی دی . البته ځینو سرچینو د دغه کس په لاس د اتو پولیسو د وژل کیدو خبره کړې ده .
دافغانستان دهلمند د پولیسو قوماندان آقا نور کینتوز ویلی دی په دغې پیښې کې درې پولیس وژل شوی او ددرې نور ټپیان دی .
داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې هم په کرتو د پولیسو په جامو کې ځینو کسانو دپولیسو اوامنیتی مامورانو په پستو کې په ناتار ډزو سره په لسګونو ماموران وژلی دی .
هلمند ولایت دافغانستان یو ناکراره ولایت دی او زیاتره ولسوالۍ ئې ناکراره دی او خلک ئې هم ترپوزې راوستی دی
ټیګونه