کابل یو ځل بیا په وینو ککړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i48870-کابل_یو_ځل_بیا_په_وینو_ککړ_شو
زمونږخبریال راپورراکړ نن سهار دافغانستان کابل وزیر اکبر خان مینه یوې بوږنونکی چاودنې ولړزوله چې ویل کیږی په سلګونو کسان ئې په وینو کې لیت پیت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2017 10:24 Asia/Kabul
  • کابل  یو ځل بیا  په وینو  ککړ  شو

زمونږخبریال راپورراکړ نن سهار دافغانستان کابل وزیر اکبر خان مینه یوې بوږنونکی چاودنې ولړزوله چې ویل کیږی په سلګونو کسان ئې په وینو کې لیت پیت کړی دی .

راپورښئ   په اکبرخان  سیمې کې  یو ټانکر  چې له چاودیدونکو توکوډک  وو،وچاودیده ، چې له امله ئې  کابو سل کسان وژل شوی او  څه دپاسه درې سوه څلویښت نور  ټپیان شوی  چې ویل کیږی  ممکنه ده مړو شمیر   به نور هم زیات شی .  دا هم ویل شوی دی  چې په دغې سیمې کې څو سفارتونو ته  هم سخت تاوانونه اوښتی دی .  د دغې بوږنونکی   پیښې  هدف د راپور ترخپریدو پورې نه دی معلوم شوی ، خو په  قربانیانو کې زیاتره عام خلک لیدل کیږی .

دافغانستان طالبانوډلې دیوې خبرتیا په خپرولو سره  چې  تهران ریډیو ته رالیږل شوې   د دغې بوږنونکی پیښې په غندلو سره  ئې په دغې  پیښې کې هرډول لاس لرل رد کړی  دی. 

 که څه هم تراوسه پورې  د دغه جنایت  پړه چا په غاړه  نه ده اخستې ، خو  معمولا  د دغه ډول پیښو مسئولیّت  ،چې  دعامو خلکو و مرګ ژوبلو لامل کیږی ، داعش تکفیری ډله په  غاړه اخلی .

داچې  د دغه جنایت  اصلی موخه څه ده او   او اصل عامل ئې څوک کیدلی شی ؟، دتهران ریډیو پښتو خپرونې  په دې باب  دافغانستان  دکابل ټایمز ټیلویژنی چینل  دمشر  او  د دغه هیواد دسټراټژیکو  مطالعاتو د مرکز دمشر غلام جیلانی ځواک  نظر دټیلیفون له لارې پوښتلی  چې   هغه هم د دغې بوږنونکی پیښې په محکومولو سره  وویل،  په زیات احتمال سره  دغه ډول جنایتونه چې  په   همداوروستیو کې په افغانستان  په تیره بیا په کابل کې  رامینځةشوی دی ، داعش  په وسیله ترسره کیږی  او له دغه ډول جنایتونو څوموخې  تعقیبیږی. لومړئ دا چې  داعش  په دغه ډول جنایتونو سره  غواړی  په افغانستان کې خپل  وجود وبریښوی  او لټه کوی  دطالبانو په نسبت په لابوږنونکو جنایتونو لاس پورې کړی . دوهم  هم دا ،  هغه  قدرتونه چې  د داعش تکفیری ډلې تر شا ولاړ دی ،  غواړی  افغانستان  په دوهم وزیرستان بدل کړی ، څو د  دغه هیواد جنګ   دافغانستان شاوخوا هیوادونو په تیره بیا  دمینځنۍ آسیا هیوادونو،روسیې آوچین  ته  هم وغزوی .  هغه دغه راز زیاته کړې ، دې ته په پام سره،  هغه  ټانکر چې  په دغې چاودنې کې ترې استفاده شوې ده ، او د یوه سفارت د  تشناب   د صفا کولو لپاره  ورغوښتل شوی ؤ ،د دې  ښودنه کوی  چې له پیاوړی او قدرتمندملاتړ پرته له چاودیدونکو توکو ډل یو  ټانکر    دکابل    یوې ډیپلوماټیکې سیمې ته څرنګه رسیدلی شی، په داسې حال کې  چې دغه سیمه  کلک امنیت لری ؟

غلام جیلانی ځواک  دغه  راز وویل  دوه کاله مخکې  دافغانستان شمالی سیمې له زیات امن څخه برخمنې وې  خواوس  ناکراره شوی دی ، بلکې ویل کیدلی شی چې درست افغانستان  اوس مهال  له جنګ سره مخامخ دی او خلک  هم  له  جنایتونو او ترهه ګرو غمیزو سره  لاس اوګریوان  دی . په دغه شان وضعیّت کې  دناټو په  سرمشریزې کې  چې څه وخت  مخکې  په بروکسل کې ترسره شوی ،  دافغانستان حالات پکې  څه خاص نه دی سپړل شوی ، له دې پرته چې  وویل شول   افغانستان  ته څو زره  نورعسکر ولیږدول شی  چې  هغه به  هم د جنګ د ختمولو لپاره نه ،بلکې  د جنګ د دوام لپاره وی .  ښاغلی ځواک  دافغانستان پر حکومت  په نیوکو  سره وویل ،  له بده مرغه   دغه  حکومت  هم دامریکا تالی څټی   حکومت دی  او هیڅ جراءت نه لری ، چې  له دغه هیواده کومه  پوښتنه وکړی  چې  ولې   دامنیتی تړون په اساس  پخپلې دندې عمل نه کوی .؟

  دافغانستان  دسټراټژیکو مطالعاتو دمرکز  مشر دغه راز وویل  دافغانستان له حکومته هیڅ  هیله  نه کیږی،باید ټوله سیاسی اومذهبی ډلې ټپلې  راپورته شی او په یوې سترې غونډې کې  له امریکا پوښتنه وکړی چې  که  نه شی کولی اویا نه غواړی  په افغانستان کې جنګ  ختم کړی ،نو له دغه هیواده دې  خپل عسکر وباسی او  پریږدی چې  افغانان  خپل مشکل،پخپله  حل کړی ځکه    په دغه  جنګ ځپلی افغانستان کې  دامریکا اوناټو ځواک  شتون  دجنګ د دوام لامل کیږی  .

(لیکونکی : عاشق حسین طوری )