تکفیری ترهه ګرۍ ډلې هڅه کوی افغانستان پخپل پټنځای بدل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i49050-تکفیری_ترهه_ګرۍ_ډلې_هڅه_کوی_افغانستان_پخپل_پټنځای_بدل_کړی
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی بیګا په کابل کې د دیره بهرنیو هیوادونو دسفیرانو او دسیاسی نمایندګیو له مشرانو سر ه په کتنې کې وویل ، تکفیری ډلې هڅه کوی د دغه هیواد په ناکراره کولو سره دسیمې اونړۍ امنیت هم ګډ وډ کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2017 07:04 Asia/Kabul
  • تکفیری ترهه ګرۍ ډلې هڅه کوی افغانستان پخپل پټنځای بدل کړی

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی بیګا په کابل کې د دیره بهرنیو هیوادونو دسفیرانو او دسیاسی نمایندګیو له مشرانو سر ه په کتنې کې وویل ، تکفیری ډلې هڅه کوی د دغه هیواد په ناکراره کولو سره دسیمې اونړۍ امنیت هم ګډ وډ کړی .

اشرف غنی   همدارازپه کابل کې  دتیرې چارشنبې ورځې  چاودنې ته په اشارې سره  وویل  ، په  هیواد کې دغه ډول چاودنې  دسولې اوثبات  دټینګولو او  دامنیت دتامینولو لپاره  دکابل هلې ځلې نشی پیکه کولئ .

 دافغانستان  ولسمشر روښانه کړې  دملی وحدت حکومت  له ډیرو زیاتو چیلنجونو او مشکلاتو سره سره  د امنیت دتامینولو  او دسولې اوثبات  دټینګولو په لاره کې ډیر اغیزمن او  عملی ګامونه پورته کړی دی  او هغو کسانوته به  چې  جنګ غواړی خوی لری ،   دفاعی او امنیتی ځواک غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

 هغه  همداراز  وئیلی دی ،   له  دغه ډول چاودنو سره سره ،  دکابل سولې غونډه به پخپل ټاکلی وخت ترسره شی . البته  اشرف غنی  د دغې غونډې وخت ته کومه اشاره ونکړه . 

دکابل  په وزیر اکبر خان سیمې کې دتیرې چارشنبې په ورځې  په یوې بوږنونکی  چاودنې کې  چې پړه ئې  هم داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده ، څه دپاسه سل کسان وژل شوی او کابو پنځه سوه  نور ټپیان  شوی چې   د روژې په مبارکې میاشتې کې  دغه ډول بوږنکی جنایت  دافغان ولس ، اوشخصیتونو  او دغه راز د ایران داسلامی جمهوریت پشمول  د بیلابیلو هیوادونو  سخته غوسه اوکرکه راپارولې ده .