دکابل پولیس داکبرخان سیمې له ترهه ګرې چاودنې مخکې خبر ؤ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i49064-دکابل_پولیس_داکبرخان_سیمې_له_ترهه_ګرې_چاودنې_مخکې_خبر_ؤ
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان دکابل پولیسو قوماندان حسن شاه فروغ پرون مازدګیر په کابل کې خبریالانو ته وویل ، د دغې حملې دمخنیوی لپاره اقدامات شوی ؤ خو هیچا دا خیال نه کاوه چې ترهه ګر به د فاضلابو په ټینګر کې یو نیم ټن چاودیدونکی توکی ځای پر ځای کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2017 08:37 Asia/Kabul
  • دکابل پولیس داکبرخان سیمې له ترهه ګرې چاودنې مخکې خبر ؤ

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان دکابل پولیسو قوماندان حسن شاه فروغ پرون مازدګیر په کابل کې خبریالانو ته وویل ، د دغې حملې دمخنیوی لپاره اقدامات شوی ؤ خو هیچا دا خیال نه کاوه چې ترهه ګر به د فاضلابو په ټینګر کې یو نیم ټن چاودیدونکی توکی ځای پر ځای کړی .

هغه  زیاته کړې ،لومړنۍ څیړنې ښئ  چې د وزیراکبر خان  سیمې دترهه ګرې  چاودنې موخه   په کابل کې دجرمنی  سفارت ؤ .

 دافغانستان امنیتی  اورګانونو د کابل وروستۍ چاودنه  حقانی ترهه  ګر چینل او د پاکستان دپوځ  استخباراتی  ادارې آئی اس ائی کاربللی خو داسلام اباد چارواکو دغه  تور په رغرده رد کړی او د کابل وروستۍ  چاودنه ئې په سخته  محکومه کړې ده

داپه داسې حال کې دی  چې دروژې په مبارکې اوپاکې میاشتې  کې  د دغې بوږنونکی چاودنې پړه  داعش تکفیری ډلې په غاړه اخستې  چې  په سلګونو روژتیان  افغانان ئې په وینو  کې لیت پیت کړی دی .