دافغانستان په غور ولایت کې داعشیانو روزونکی کیمپ جوړ کړی دی
دافغانستان طلوع ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی دافغانستان دغور ولایت پولیسود یوې خبرتیا په خپرولو سره د دغه ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په شمال کې د داعش تکفیری وهابی ډلې د دغه مرکز د جوړیدا خبر تائید کړی دی .
راپورښئ دغور ولایت پولیسو ویلی دی ، داعش ترهه ګرې ډلې په همداوروستیو کې په دغې سیمې کې یو مرکز جوړ کړی او ځوانانو اوزلمیانو ته ترهه ګرې روزنې ورکوی.
دافغانستان په ولسی جرګې کې دکندوز ولایت یوه استازی عزیز هم نن د دغې جرګې په څرګندې غونډې کې په غور ولایت کې د داعش پراخ شتون په باب خبرداری ورکړی او له حکومته ئې غوښتی دی ، چې د دغې تکفیری ډلې دنابودۍ لپاره دې لاس په کار شی .
له دې مخکې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې اصلی مرکز دافغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې اعلان شوی ؤ ،خو دم ګړۍ دغه ترهه ګره ډله په بدخشان، غور ،زابل ،ارزګان ، جوزجان ،کنړ او ځینو نورو ولایتونو کې هم شتون لری .