په ننګرهارکې۲۳وسله وال طالبانو او داعشیان پخپل مینځیونښتوکې مړه اوټپیان شول
Jun 13, 2017 06:55 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان دختیځی زون د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویندوی شیرین اقا فقیری نن ویلی ، دننګرهار ولایت په چپلیار او پچیراګام ولسوالیوکی د داعش او طالبانو پر مورګاو دافغان او بهرنبو ځواکونو د هوایی او زمکنیو بریدونو او د دغو ډلو دخپل منیځی نښتو په پایله کی ۲۳ طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله رسیدلی او دهغوی یوشمیر ستر تجهیزات او ګاډی هم تباه شوی دی .
هغه وویل د داعش وسله والو په ډزو په چپلیار ولسوالی کی یو عام کس ټپی شوی دی .داعش و طالب ډلو دخبر ترمخابیره کیدا پورې په دی اړه څه نه دی ویلی. له تیرو څو ورځو راهیسی په چپلیار او پچیراګام ولسوالیو کې د داعش او طالبانو تر مینځ یو ځل بیا نښتی پېل شوی دی .
ټیګونه