په افغانستان کې دامریکا لالهاندی او سربدالی
دامریکا دفاع وزیر وائی ډیر زر به دافغانستان په اړه خپل ترجیحات او سټراټژی خپل ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړی .
زمونږخبریال راپور راکړ دامریکا جنګ وزیر جیمز ماټیس چې دافغانستان له جنګ سره په رابطه کې دنوی سټراټژۍ په برابرولو کې دځنډپه دلیل دمشرانو جرګې د وسله وال پوځ د چارو د کمیشن دغړو له خوا له سختو نیوکو سره مخامخ دی ، په ځواب کې وئیلی ، دامریکا نوی سټراټژی به یوازې په افغانستان هیواد متمرکز نه وی ،بلکې یوه سیمه ایزه سټراټژی به وی .یعنی د جیمز ماتیس په وینا، یو هیواد نه ، بلکې یوه جغرافیا به په نظر کې وی ، یعنی په دې معنا چې دښمن له هرځایه حمله وکړی ، نو متقابلا به برې حمله وشی .
جیمز ماتیس زیاته کړې ، چې په دې اړه به ډیر زر ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دفیصلې لپاره خپل پلان وړاندې کړی . دامریکا دفاع وزیر همداراز وویل ، دامریکائی ځواک قوماندان جنرال جان نکلسن چې افغانستان ته ئې دنورو عسکرو د لیږدولو غوښتنه کړې ده او په دې زمینې کې ل ډونالډټرمپ سره خبرې اترې روانې دی . ماتیس ټینګار کړی ، د نورو عسکرو له لیږدولو سره سره ، په افغانستان کې د جنګ غوره برخه به دافغان عسکرو په غاړه وی او نور امریکائی عسکر به یوازې د افغان ځواک د روزنې او ،مشورو اوملاتړد لپاره ولیږدول شی .
باید وویل شی چې دټرمپ حکومت داپریل په پای کې وئیل،له درو تر پنځو زرو پورې نور امریکائی عسکر به افغانستان ته ولیږدوی . داپه داسې حال کې دی چې دامریکا جنګ وزیر جیمز ماټیس دجون په پنځمه نیټه هم چې دامریکا له خارجه وزیر رکس ټیلرسن سره یو ځای آسټریلیا ته تللی ؤ ، په سیډنې ښار کې ئې یو لړ څرګندونو کې ویلی وو چې نور به له طالبانو سره خبرې اترې ونه کړی ،بلکې د دغې ډلې په ضد به یوازې جنګ وکړی او ریکس ټیلرسن هم وئیلی چې طالبان ترهه ګر دی او یوازې له پوځی لارې به له مینځّه یوسی . دا په داسې حال کې د ی چې د امریکا د دغو دوولوړپوړو چارواکو له دغو څرګندونو څو ورځې وروسته دامریکا د دفاع او خارجه چارو د وزیرانو دنظرونو په اپوټه دامریکا د خارجه وزارت ویندوئې میرمن هیټر ناؤټ ویلی دی ، دافغانستان بحران پوځی حل نه لری او باید له سیاسی لارې حل شی او له پاکستانه ئې هم غوښتی دی ، طالبان دې دخبرواترو لپاره وهڅوی .
دامریکا انټرسیت خپرونې په یوه تحلیلی راپور کې لیکلی دی ، امریکا دافغانستان دحالاتو د لاترینګلی کیدا دکنټرولولو لپاره سټراټژۍ بدلولو ته اړتیا لری . په دغې شننې کې زیاته شوې ده ، چې دپاکستان منفی رول او همداراز په افغانستان کې د سیمې دځینو نورو هیوادونو نفوذ دطالبانو دمقاومت د دوام لامل شوی دی .
دپاکستان یوه تکړه ژورنالیسټ او په پیښور کې دنیوز ورځپاڼې بیورو چیف ښاغلی رحیم ا...یوسفزئ له مونږسره په ټیلیفونی تماس کې په دې اړه وئیلی دی ، ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه په تیرو پنځو میاشتو کې نه دی توانیدلی د افغانستان پّ وړاندې خپل سیاست غوره کړی او دا چاره ښئ چې امریکا له یوې خوا په افغانستان کې له جدی مشکلاتو سره لاس اوګریوان ده او له بلې خوا له سختو داخلی اختلافاتو سره هم مخامخ دی . ډونالډ ټرمپ ډیر مخالفان لری ، خو په نهایت کې به هماغه وشی چې ئې وغواړی . د رحیم ا... یوسفزئ په وینا، هر هغه شی چې ټرامپ ئې غواړی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او پخوانی ولسمشر حامد کرزی ئې هم غواړی او دوی له پاکستان او هغو هیوادونو سره چې له طالبانو سره مرستې او غږملتیاوې لری او دطالبانو دپیاوړی کیدا لامل دی ، سخت چلند وکړی . خو په فرانسې کې دیره دافغانستان په چارو کې لوړپوړی کارپیژاندی ډاکټر محمد اکبر وردګ هم له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې د افغانستان په باب د امریکا دنوی سټراټژۍ په باب د دغه هیواد د دفاع وزیر دڅرګندونو په باب وویل ، باؤر نه لری چې امریکا دافغانستان په باب داسې کوم سټراټژیک سیاست غوره کړی چې د دغه هیواد دجنګ دختمیدو لامل شی . هغه وئیلی ، امریکاتراوسه پورې په سیمې کې خپلو موخو ته نه ده رسیدلې . د چین اوروسیې پشمول د دغه هیواد سیمه ایز سیالان چې یو ډول د امریکا په مقابل کې دریدلی دی ، د شانګهائی ملګرتیاؤ د دوو ډلو په چوکاټ کې دسیمه له هیوادونو په تیره بیا دچین په ګډون چې په درستې سیمې کې د یوه اقتصادی کریډور په جوړولو لګیا دی ، د یو بند او ډلې په جوړولو پسې دی او دا اندیښنې شته چې امریکا ئې د داعش پشمول دترهه ګرو ډلو جوړولو ته مجبوره کړې ده ، څو په سیمې کې له دغو ډلګیو سره دمبارزې په پلمه پوځی شتون ولری او هم له همدغو ډلګیو څخه په استفادې سره دروسیې ،چین اوایران پشمول د سیمې هیوادونه ناکراره او کمزوری کړی . هغه وئیلی په افغانستان کې د داعش ډلې پراختیا د امریکائی عسکرو له ملاتړ اومرستو پرته امکان نه لری . خو ډآکټر اکبر وردګ زیاته کړې ، امریکایان چې په افغانستان کې پخپلې لوبې کې له جدی مشکلاتوسره مخامخ شوې ، له ډیرو اختلافاتو اوشکونو سره هم لاس اوګریوان ده او ویل کیدلی شی چې امریکایان په افغانستان کې لالهانده اوسربداله شوی دی .
(لیکوال :عاشق حسین طوری)