په افغانستان کې د داعش له پنځولو د امریکا سپیرې موخې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i50100-په_افغانستان_کې_د_داعش_له_پنځولو_د_امریکا_سپیرې_موخې
دافغانستان پلازمینه کابل یو ځل بیا د امریکائی استعمار د تالی څټو داعشی تکفیریانو په لاس په وینو رنګین شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2017 08:55 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعش له پنځولو د  امریکا سپیرې موخې

دافغانستان پلازمینه کابل یو ځل بیا د امریکائی استعمار د تالی څټو داعشی تکفیریانو په لاس په وینو رنګین شو .

زمونږخبریال راپورراکړ  د افغانستان دکابل  دپولیسو دجنائی څیړنو دبرخې  مشر جنرال سالم الماس  وئیلی دی،  بیګا  دوو  ځان مرګو  هڅه کوله څو   دکابل په دشت ارچی سیمې کې  الزهرا جومات ته ننوځی  او دخدای په کور کې عبادت کونکی یو ځل بیا په وینو کې لیت پیت کړی ،  خو  دامنیتی مامورانو په ځیرتیا او په موقعې   اقدام سره  جومات ته ئې  دننوتو مخه ونیول شوه .  دجنرال سالم الماس  په وینا یو ځان مرګی دجومات  اشپزخانې ته په ننوتو کې بریالی  شو او  څو دقیقې وروسته ئې پر ځان پورې تړلی  چاودیدونکی توکی ولوزول   چې  له امله ئې  هلته دنده ترسره کونکی یو امنیتی مسئول او  دکابل دشپږمې حوزې  امنیتی قوماندان  سره د  درو مامورانو پکې شهیدان او  یو بل قوماندان  سره د څلورو کسانو ټپیان شول . 

وئیل کیږی په دغې غمیزې کې څلور کسان  شهیدان  شوی او اته نور ټپیان شوی دی .

په کابل کې دخدای په کور یو ځل بیا د داعشی تفکیری ترهه ګرو  د دغه جنایت په غبرګون کې   دافغانستان  دسولې  د لوړې شورا مشر  محمد کریم خلیلی  وئیلی دی ، تکفیری ترهه ګر په سپیڅلو ځایونو په حملو سره  غواړی په افغانستان کې  داسلامی مذهبونو دپیروکارو ترمینځ درز اونفاق  رامینځة کړی . خو اوس  دافغانستان ولس په دې پوه شوی دی  چې داسلامی امت په دغه ډول  ‎ دسیسو اولومو کې نه ګیریږی . استاد خلیلی دکابل له ښاریزو غوښتی دی ،  دوحدت او ورورولۍ  د روحیې په ساتلو سره دې په مذهبی  پروګرامونو  په ترسره کولو کې دې  خپله پوهه  ویښتیا  وساتی  او دجوماتونو امامباړو  او دغونډیدو  دځایونو دامنیت په ټینګولو کې دې  له امنیتی مامورانو سره جدی او هراړخیزه  ملګرتیا کوی .

 همداراز کریم خلیلی   پر امنیتی ځواک هم غږ کړی  چې ددینی اوکلتوری  مرکزونو دامنیت دساتلو لپاهر  دې  جدی ګامونه پورته کړی .

 باید وویل شی  چې  تیر کال  هم په نومبر میاشت کې   دهمدغه  دخدای کور   مسجد الزهرا  په ضد   ترهه ګر برید شوی ؤ   چې له امله ئې  کابو دیرش لمونځ ګوزار  وژل شوی   وو او پړه ئې هم  همدغو  داعشی تکفیریانو په  غاړه اخستې وه  او  اکثرا   په افغانستان  په تیره بیا په کابل کې د  اهل تشیع پشمول د  درستو مسلمانانو دجوماتونو او  مذهبی  مرکزونو په ضد  دحملو پړه  همدغه  داعشیان په غاړه اخلی .

دتهران ریډیو  پښتو خپرونې   په دې زمینې کې  دټیلیفون له لارې  دافغانستان   د طالبانو  دیوه ویندوی ذبیح ا.... مجاهد  نظر وپوښت چې  هغه هم   دغه  سپیرۀ اقدام په سختو ټکو سره وغند،او  وې ویل ،  دا جنایت دهغو کسانو کار کیدلی شی  چې  دسترو هیوادونو  د ستخباراتی ادارو له خوا  په مسلمانانو کې  د درز اواختلافاتو درامینځةکولو لپاره مامور شوی دی . د ذبیح ا.... مجاهد  په وینا داستخباراتو له ملاتړ پرته  دغه تالی څټی  کسان  په ځان  له سر   دغه شان جنایتونه نشی کولی .  دطالبانو   د غه ویندوئ   په افغانستان کې    داعش ترهه ګرۍ ډلګۍ  ته  په اشارې سره  ووئیل ،دغه سپیره بلا د انسانیّت ضد ،اسلام ضد  او دامریکا اجیره شوی ډلګۍ  ده .  دهغه په وینا، امریکا   دغه  داعش ډلګۍ  په افغانستان کې  دڅو موخو په خاطر راپنځولې ده ،لومړۍ دا چې  د دغې ډلګۍ په وسیله  دطالبانو په لاس  دامریکا ضد فعالیتونو  مخه ونیسی   اواوس  لیدل کیږی چې  داعش   په افغانستان کې په څو سیمو کې له طالبانو سره  ښکیله ده  او  کله  چې پر دغې ډلګۍ دباؤنه زیات شی او جنایتکار ئې   طالبان  کلابند کړی ، خو دامریکا جنګی الوتکې ئې  دهغوی مرستو ته دانګی  او دطالبانوپر مورچلو بمبارۍ  کوی   او د امریکا دغه سیاست لامل شوی دی چې  داعش  بیا په خوَد کې شی  او  امریکا هڅه کوی  چې  داعش  په درست افغانستان کې خوره کړی .د دبیح ا.... مجاهد په وینا، په افغانستان کې د داعش له راپنځولو دامریکا دوهمه موخه  دا ده، افغانستان چې  تراوسه پورې   له مذهبی تعصباتو اوتکفیریانو  پاک ؤ ،   له مذهبی تعصباتو او اختلافاتو سره لاس اوګریوان کړی  او  شیعه اوسنی مسلمانان   پخپلو کې سره  ښکیل کړی .

 هغه  همداراز  په  افغانستان کې د داعش له  رامینځةکولو د امریکا دریمې موخې ته په اشارې سره  وویل ، امریکا نیّت لری ،ګاونډی هیوادونه او دمینځنۍ آسیا او دغه راز نور  سیمه ایز هیوادونه  چې  امریکا ئې دخپلې لارې خنډ ګڼی ، ناکراره کړی او په دغه کار سره  غواړی  دغو  هیوادونو ته داعشیان  ور وغزوی .

دافغانستان   دطالبانو دغه ویندوی  همداراز  دافغانستان اوسیمې په  ولسونو او    سیمه ایزو هیوادونو غږکړی  چې  د ا مریکا د  دغو دسیسو په درک کولو سره  دې   چې افغانستان ئې د سیمې دناکراره کولو لپاره  پخپل مرکز بدل کړی دی ،  لاس په کار شی  او  د دغو دسیسو دشنډولو  لپاره  دې لازم تدبیرونه غوره کړی .

دسیمې ډیری شناندی او کارپوهان وائی   دافغانستان  په  ولسی جرګې  کې د ننګرهار دخلکو استازی او د دغې  جرګې مرستیال مشر  حاجی ظاهر قدیر  دولسی  جرګې  په غونډو کې په کرتو په ډاګه وئیلی دی  چې  داعشیان  په افغانستان کې دبهرنیو چورلکو په وسیله  ځآی پر ځای کیږی . دتیرې چارشنبې په ورځې  هم  هغه  یو ځل بیا  دولسی جرګې په غونډې کې  دننګرهار ولایت  د سټراټژیکې سیمې تورا بوړا په لور  د داعشی تکفیریانو  دپرمختګ په باب  په خبرداری  سره ووئیل ، په ځلونو مو  حکومت ته وئیلی دی    چې داعشیان   خطرنا ک پروګرامونه لری اوباید مخه ئې  ونیول شی ، خو  دهغه په وینا،   حکومت یوازې ادعاګانې کوی  او په عمل کې ئې تر دې دمه  دداعش تکفیری ډلې په خلاف  هیڅ ډول جدی ګام نه دی پورته کړی  او نتیجه ئې داده ، چې  داعش ډلې  اوس  دتورې بوړې  سټراټژیکې سیمې کابو اتیا فی صدی  برخه نیولې ده او همداراز نیّت لری  دلوګر اولغمان  ولایتونو څخه په تیریدو سره  کابل   کلابند کړی  . هغه همداراز  وئیلی ،  باوری سندونه لری  چې ښئ ،دیوه خاص قدرت  له خوا د  داعش ډلې  ملاتړ کیږی، په الوتکو اوګاډو سره  دهغوی  لپاره وسلې اونور  تجهیزات   ورسول کیږی  او حکومت باید په دې زمینې  کې  خلکو ته ځواب ورکړی .  حاجی ظاهر قدیر  دغه راز خبرداری ورکړ ،که  حکومت لاس په کار نشی ، نو ختیځی ولایتونه  مجبوره دی   چې پخپله لاس په کار شی او  د دغې سپیرې او جنایتکارې ډلې  مخه ونیسی اوبیا به حالات د حکومت له لاسه هم وتلی وی.

(لیکوال:   عاشق حسین طوری)