په افغانستان کې د داعش په پراختیا داندیښنوزیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i50184-په_افغانستان_کې_د_داعش_په_پراختیا_داندیښنوزیاتیدا
دافغانستان په ختیځ کې دکنړ ولایت امنیتی قوماندان جمعه ګل تیره اونۍ منلې چې داعش ترهه ګره ډله په دغه ولایت کې په پراختیا ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2017 09:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعش په پراختیا داندیښنوزیاتیدا

دافغانستان په ختیځ کې دکنړ ولایت امنیتی قوماندان جمعه ګل تیره اونۍ منلې چې داعش ترهه ګره ډله په دغه ولایت کې په پراختیا ده .

زمونږخبریال راپورراکړ . له بل پلوه   هغو زیاتو پیسو  ته په پام سره چې  د دغې ترهه ګرې ډلې مشران ئې لری ،ځوانان جذبوی  او   همداراز دافغانستان په مرکز کې په  غور ولایت کې  کې هم په دې باب  اندیښنې په زیاتیدو دی .  دغور  والی  هم   په دغه ولایت کې  د داعش په پراختیا  داندیښنې په څرګندولو سره   وئیلی  دی ،  په ځلونو ئې  د  په غور ولایت کې د داعش  دخطرې په باب ئې  چې   اوس په چټکۍ سره   په پراختیا ده او  ډیر زیات  کسان  ګماری ،  مرکزی حکومت ته اطلاع  ورکړې ده . ، خو تراوسه پورې  ئې په دې باب هیڅ اقدام نه دی کړی. . له بلې خوا  د افغانستان په ختیځ کې له ننګرهار ولایته هم راپورونه رارسیږی چې  چې ښئ ،  داعش د تورې بوړې  دسټراټژیکې سیمې  په لور  په پراختیا ده . البته ځینی ځای سرچینې دا هم وائی  چې  داعشیانو تورا بوړا   او په دغې سیمې کې موجود سرنګونه  نیولی دی .  خو حکومت  د دغه خبر په ردولو سره  دغې سیمې ته د داعشیانو په نزدیکیدو اعتراف کوی .  پر دې اساس  دافغانستان په  ولسی  جرګې کې  دننګرهار ولایت  د استازو په تیره بیا  د حاجی ظاهر قدیر د څرګندونو په اساس ،  داعش  څو ورځو  راهسې تورا بوړا سیمه نیولې ده  . تورا بوړا سیمه  یوه سټراټژیکه سیمه او  سنګر دی  چې    په اتیایمې لسیزې کې  له پخوانی شوروی سره  په جنګ کې   افغان مجاهدینو ورځینې دروسیانو په خلاف او  بیا  وروسته  القاعډې ډلې دیویشتمې پیړۍ په لومړنۍ لسیزې کې له امریکا او دهغو له متحدانو سره  په جنګ کې استفاده  کوله . داعشیانو  کابو دوه میاشتې مخکې  راهسې خپلې هلې ځلې پیل کړی  څو تورا بوړا سیمه  ونیسی ، خو  هغه وخت بریالی نه شول  ،البته اوس  ئې دغه مرکز له طالبانو نیولی دی  او دننګرهار ځای  چارواکی  مدعی دی  چې داعش  دپاکستان دحکومتی ملیشیه ؤ  په مرستې سره  دغه ستر اوسټراټژیک مرکز نیولی دی .  دافغانستان  دختیخې برخې مشران او سپین روبی او  د  دغه هیواد په پارلیمان کې د دغې سیمې استازو  ګواښ کړی دی چې  که حکومت دې ځل لټی وکړی ، نو دوی به   له  حکومته جلا شی  او  پخپله به لاس په کار شی . دافغانستان دولسی  جرګې مرستیال مشر او د ننګرهار دخلکو استازی  حاجی ظاهر قدیر دپارلیمان په څرګندې غونډې کې دتیرې چارشنبې په ورځې  پخپلې وینا کې پر حکومت په سختو نیوکو سره ووئیل ،  د داعشیانو لپاره  په سترو ګاډو  کې وسلې  ور رسول کیږی . داعش ډله دیوه ستر قدرت له خوا په  پوځی او مالی ملاتړونو سره  فعالیتونه کوی .    دهغه په وینا،  داعش  له تورې بوړې نیولو وروسته ممکنه ده  دلغمان او لوګر ولایتونو په لور  پرمخ لاړه شی  او دکابل دنیولوپه فکر کې دی  . پر  حکومت غږ کړی ، هغه قدرت چې  د داعش ترشا ولاړ دی ،  ایشوا کړی .

 دا چې  داعش  په بیلابیلو  ولایتونو کې دپراختیا په حال کې ده ، ،نو بیا  دا امریکائی او افغان عسکر څه  کوی ؟.   امریکا  چې دوه میاشتې مخکې ئې  یو خورا ستر غیر ایټمی  بم چې  دبمونو مور   ئې هم نومولی ، په اچین ولسوالۍ کې ئې   د داعش ډلې دمرکز په ضد  استعمال کړ.  هه وخت  ادعا کیدله چې  نوره داعش ډله له مینځّه وړل شوې ده .  په داسې حال کې  چې  امریکایانو   هغه سیمه چې د بمونو مور نومې بم  ئې پر غورځولی ،  کلابند کړې  وه او حتی افغان ځواک ته ئې هم   هغې سیمې ته دنزدیکیدو اجازت نه ورکاوه .  د  افغانستان دطالبانو  دیوه ویندوی ذبیح ا...مجاهد په وینا، له مونږ سره  ټیلیفونی تماس ټینګ کړی ؤ ، دغه بم ئې لازیات پروپیګنډیز اړخ لرونکی وباله او  هغه سومڅه  چې دغه بم ئې پرې  غورځولی  ؤ ،یوازې   لومړنۍ برخه ئې تر یوه حده ورانه  شوې ده . او نور  هغه سرنګ  یا سومڅه  په بشپړ ډول سالمه ده  او داعشیان    په هغه وخت کې  په سومڅې  کې  نه وو . همداراز دافغانستان  حکومت  هم  هره ورځ  د افغانستان په ختیځ کې دلسګونو داعشیانو دهلاکت  خبر ونه ورکوی .

 اوس  داپوښتنه مطرح ده چې  د بمونو دمور نومې بم له استفادې وروسته  او د داعش ډلې په  ضد  له هرې ورځې  عملیاتو وروسته  څه نتیجه ترلاسه شوې ده .؟....  ولې داعشیان له مینځه نه ځی ؟ چې  د  افغانستان  د استاد حبیب ا...رفیع او  مولانا  عبدالرحمان  رحمانی په څیر دکارپیژاندو په وینا، چې له  تهران ریډیو سره  خصوصی خبرې کولې،امریکا  په حقیقت کې  په افغانستان  د داعش په پراختیا پسې ده  او دافغانستان حکومت هم  د داعش په ضد دجدی مبارزې  جراءت نه لری او په افغانستان  کې د داعش  له پراختیا موخه هم   په  دغه هیواد کې دمذهبی  نښتو او نفاق   درامینځةکولو لپاره  او د غه راز  په یوې امریکائی اډې  دافغانستان دبدلولو  او  همداراز دسیمې  د هیوادونو   چې   امریکا  ئې دخپلې لارې خنډ ګڼی ،  ناکراره کول دی .  په دغه شان وضعیّت کې   چې امرکیا  په افغانستان کې د جنګ په دوام تورنه ده .  دافغانستان په ولسی جرګې کې تکړه  استازی  مولانا عبدالرحمان رحمانی  په دې باب وئیلی دی ،  داعش  چې  یو وهابی تکفیری تفکر لری ،  دافغانستان شیعه اوسنی مسلمانان ټول خپل دښمنان ګڼی . داعش  نه یوازې دشیعیانو په ضد بلکې  داهلسنت وطریقت  په ضد ئې هم  ډیر زیات عملیات   کړی دی .. هغه  پر حکومت په سختو نیوکو سره   دامریکا په شمول  له هیوادونو سره  دجدی خبرواترو  غوښتنه کړې څو  په  هیواد کې  دامنیت دتامینولو لپاره  خپله دنده روښانه کړی .

(لیکوال :عاشق حسین طوری )