دافغانستان ولس له ترهه ګرو سره دمقابلې توان لری
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا دجنوبی کوریا په سئول کې د اوورایشیا دپارلیمانونو دمشرانو دغونډې په څنډې کې د افغانستان د ولسی جرګې له مشر عبدالرؤف ابراهیمی سره په کتنې کې دافغانستان دامنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد :ې دبهرنیو عسکرو شتون غیر ضروری وباله او ټینګار ئې وکړ په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو شتون د دغه هیواد دپرمختګ خنډ شوی دی .
ډاکټرلاریجانی ددې خبرې په کولو سره چې ناټو په افغانستان کې له ترهه ګرو سره دمبارزې لپاره له کافی جدیّته برخمنه نه ده روښانه کړې ، اسلامی ایران به له ترهه ګرۍ سره په دمبارزې په زمینې کې له افغانستان سره له هرډول مرستو ډډه ونه کړی .
عبدالرؤف ابراهیمی هم په دغې کتنې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامی ایران تل دافغانستان ترڅنګ دی ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره ئې دکابل دحکومت دجدیّت اوهوډمن کیدا خبر ورکړ.
همداراز دایران داسلامی شورا مشر د اوورایشیا دپارلیمانونودمشرانو دغونډې ترڅنګ دپاکستان د ولسی جرګې له مشر آیاز صادق سره هم په کتنې کې ایران ته د ترهه ګرو او اشرارو د واردیدو دمخنیوی او له خپلو پولو دپاکستان د ساتلو په ضرورت ټینګار وکړ او وې ویل اسلامی ایران له پآکستانه تمه لری چې په جدیّت سره دې له ایران سره خپلې مشترې پولې وساتی . هغه دایران او پاکستان مخ په وده اړیکو ته هم اشاره وکړه او وې ویل د ایران او پاکستان ترمینځ دبانکی اړیکو په رامینځة کولو سره د دواړو هیوادونو دتاجرانو کارونه نوره هم آسانیږی .سردار آیاز هم په تهران کې وروستۍ ترهه ګرې حملې په کلکه وغندلې او دایران له ملت سره ئې خواخوږی وښودله او دغه راز ئې ووئیل هیڅ دریم ګړی لوری دایران او پاکستان ترمینځ د ورورګلویزو اړیکو د ودې مخه نشی نیولی او باید دواړه هیوادونو دخپلو ظرفیّتونو اووړتیاؤ په اساس دوه اړخیزې اړیکې نوره هم پراخې کړی .
داوورایشیا دغړو هیوادونو دپارلیمانونو دمشرانو دغه غونډه پرون ناوخت دیوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیده.