په افغانستان کې دامنیت او ثبات ټینګول دامریکا په ایجنډا کې نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i50892-په_افغانستان_کې_دامنیت_او_ثبات_ټینګول_دامریکا_په_ایجنډا_کې_نشته
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پخپل هیواد کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکا په دوه ګوڼی اوناسمو کړنو په نیوکو سره وئیلی په افغانستان کې روانې شخړې او ترینګلتیاوې په افغانستان او سیمې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکا د دوه ګوڼی چلند اوتیروتنو نتیجه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 28, 2017 00:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دامنیت او ثبات ټینګول دامریکا په ایجنډا کې نشته

تسنیم خبری اژانس راپورورکړ دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پخپل هیواد کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکا په دوه ګوڼی اوناسمو کړنو په نیوکو سره وئیلی په افغانستان کې روانې شخړې او ترینګلتیاوې په افغانستان او سیمې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکا د دوه ګوڼی چلند اوتیروتنو نتیجه ده .

حامد کرزی   دچین  له سی جی ټی این ټیلیویژڼی چینل سره په خبرو کې   په افغانستان کې د امریکائی پوځیانو  له شتون سره په یووخت    په افغانستان کې   د ناکراریو  دزیاتیدو او دافراط پالنې  دپراختیا په باب  وویل ،   که په افغانستان کې  له ترهه ګرۍ سره مبارزه او  دثبات ټینګول  د امریکا په ایجنډا  کې وائ ، نو  هیواد به  ئې  له پرله پسې کلونو وروسته    د  افراط پالنې   دپراختیا او د داعش دراپنځیدو  کتونکی نه ؤ .

 حامدکرزی همداراز ووئیل  له کله راهسې چې امریکا  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  او   دامنیت  دټینګولو  په  نامې سره  افغانستان  ته وارده شوې ده، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په ځای ئې  دجنګ داوور دلمبو زیاتولو ،    دافغانانو زندانی کولو او  دښارونو او اوکلو  بمباری کولو ته  مخه کړې او جنګ ځپلی افغانستان ئې په کنډوالوبدل کړی دی .