که طالبان خبرواترو ته کې نه نی نود ملګروملتوپه تورلیست کې شاملیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51646-که_طالبان_خبرواترو_ته_کې_نه_نی_نود_ملګروملتوپه_تورلیست_کې_شاملیږی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن د څارنې او انسجام دګډ بورډ په شلمې غونډې کې چې بهرنی سفیرانو هم پکې موجود وو، وئیلی دی ، طالبانو ډله تراوسه پورې دسولې دتامینولو لپاره خبرواترو ته حاضره شوې نه ده ،خو نور وخت دهغوی په ګټه نه دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 09, 2017 07:55 Asia/Kabul
  • که طالبان خبرواترو ته کې نه نی نود ملګروملتوپه تورلیست کې شاملیږی

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن د څارنې او انسجام دګډ بورډ په شلمې غونډې کې چې بهرنی سفیرانو هم پکې موجود وو، وئیلی دی ، طالبانو ډله تراوسه پورې دسولې دتامینولو لپاره خبرواترو ته حاضره شوې نه ده ،خو نور وخت دهغوی په ګټه نه دی .

هغه وئیلی که دغه ډله  له حکومت سره خبرواترو  ته حاضره نشی ، نو   دملګروملتو  دترهه ګرو ډلو په تور لیسټ کې به شامله شی .

 دافغانستان  ولسمشر  تائید کړې چې   قومی خپګانونه  په دغه هیواد کې پیچلی شوی  او ډیر زیات محسوس کیږی  او  دهغو زیاتره برخه ،  د هغې بې پامۍ اوتوپیر له امله ده   چې له تیر وخته په میراث کې پاتې ده   .

 هغه وویل  ډیر زر به  په دغه هیواد کې  دقومی اختلافاتو د :زهرجنې فضا دخوریدا  دمخنیوی لپاره  یوه ملی غونډه جوړه کړی .

 دافغانستان ولسمشر وویل هغه لاسونه چې  دسولې لپاره مو اوږدۀ کړی دی، تراوسه پورې ئې هرکلی  نه  شوی ، او له حکومت سره دحکومت  داړیکو دبې پلوه  تضمین لپاره  له پاکستانه د دغه هیواد غوښتنه ،پوره شوې نه ده .

اشرف غنی   په حکومت کې داصلاحاتو په باب  هم ووئیل ، اصلاحات  یوه ټاکنه  نه ده ، بلکې یو ضرورت دی  او که جامع اصلاحات ونشی ، نو مونږ به  دخپلو ښاریزو زغم  او  صبر او نړیوالو ملګرو  ملاتړ  له لاسه ورکړو .  هغه زیاته کړې  دکورنیو  او دفاعی چارو په وزارتونو کې  د غوره  اصلاحاتو پر تطبیق سربیره به ،   په کابل کې  د کارکسب یو بیړنی پیکیج  اجرا کړی .  دافغانستان  ولسمشر  همداراز په دغې غونډې کې  دافغان پوځیانو لپاهر  دڅلورکلنې سټراټژۍ  مطرح کیدا ته په اشارې سره ووئیل   افغان ځواک به د دغه پلان په عملی کیدا سره په  اغیزمنو او نه منحرفیدونکو مدافعان بدل شی .