که طالبان خبرواترو ته کې نه نی نود ملګروملتوپه تورلیست کې شاملیږی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن د څارنې او انسجام دګډ بورډ په شلمې غونډې کې چې بهرنی سفیرانو هم پکې موجود وو، وئیلی دی ، طالبانو ډله تراوسه پورې دسولې دتامینولو لپاره خبرواترو ته حاضره شوې نه ده ،خو نور وخت دهغوی په ګټه نه دی .
هغه وئیلی که دغه ډله له حکومت سره خبرواترو ته حاضره نشی ، نو دملګروملتو دترهه ګرو ډلو په تور لیسټ کې به شامله شی .
دافغانستان ولسمشر تائید کړې چې قومی خپګانونه په دغه هیواد کې پیچلی شوی او ډیر زیات محسوس کیږی او دهغو زیاتره برخه ، د هغې بې پامۍ اوتوپیر له امله ده چې له تیر وخته په میراث کې پاتې ده .
هغه وویل ډیر زر به په دغه هیواد کې دقومی اختلافاتو د :زهرجنې فضا دخوریدا دمخنیوی لپاره یوه ملی غونډه جوړه کړی .
دافغانستان ولسمشر وویل هغه لاسونه چې دسولې لپاره مو اوږدۀ کړی دی، تراوسه پورې ئې هرکلی نه شوی ، او له حکومت سره دحکومت داړیکو دبې پلوه تضمین لپاره له پاکستانه د دغه هیواد غوښتنه ،پوره شوې نه ده .
اشرف غنی په حکومت کې داصلاحاتو په باب هم ووئیل ، اصلاحات یوه ټاکنه نه ده ، بلکې یو ضرورت دی او که جامع اصلاحات ونشی ، نو مونږ به دخپلو ښاریزو زغم او صبر او نړیوالو ملګرو ملاتړ له لاسه ورکړو . هغه زیاته کړې دکورنیو او دفاعی چارو په وزارتونو کې د غوره اصلاحاتو پر تطبیق سربیره به ، په کابل کې د کارکسب یو بیړنی پیکیج اجرا کړی . دافغانستان ولسمشر همداراز په دغې غونډې کې دافغان پوځیانو لپاهر دڅلورکلنې سټراټژۍ مطرح کیدا ته په اشارې سره ووئیل افغان ځواک به د دغه پلان په عملی کیدا سره په اغیزمنو او نه منحرفیدونکو مدافعان بدل شی .