دافغانستان په ختیځ کې د داعش نوی مشر هم هلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52042-دافغانستان_په_ختیځ_کې_د_داعش_نوی_مشر_هم_هلاک_شوی_دی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دامریکا د جنګ وزارت پنټاګان ویندوی ډانا وایټ بیګا ووئیل په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډ لې نوی مسئول ابو سید دجولائی په یولسمه نیټه دافغانستان په ختیځ کنړ ولایت کې وژل شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 15, 2017 00:58 Asia/Kabul
  • دافغانستان په ختیځ کې  د داعش نوی مشر هم  هلاک شوی دی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دامریکا د جنګ وزارت پنټاګان ویندوی ډانا وایټ بیګا ووئیل په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډ لې نوی مسئول ابو سید دجولائی په یولسمه نیټه دافغانستان په ختیځ کنړ ولایت کې وژل شوی دی .

   داپه داسې حال کې دی چې  ډیری شناندی اوکارپوهان وائی ،په افغانستان  کې  له شتونه  دامریکا موخه  دجنګ دوام  دی څو خپل پوځی شتون توجیه کړی .

 امریکا  په ۲۰۰۱کال کې   له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په پلمه په افغانستان لښکر کشی وکړه   او دغه هیواد ئې ونیوۀ، او د دغه یرغل ،دافغانستان  دلسګونو زره  عامو خلکو له مرګ ژوبلو او د دغه هیواد دبیخ بینائیو   له تباه  کولو پرته بله بریا  نه ده درلودلې .

 دم ګړۍ  په افغانستان کې  کابو لس زره امریکائی پوځیان دیره دی  او واشنګټڼ هڅه کوی  په دغه جنګ ځپلی هیواد کې  خپل  پوځیان نور هم زیات کړی ،حال دا چې  په تیرو شپاړسو کلونو کې  په افغانستان کې  دلسګونو زره امریکائی  عسکرو پشمول کابو یو نیم لک بهرنیو عسکرو  په دغه هیواد کې  کراری او آرامښت ټینګ نه کړائ شو بلکې په دغه هیواد کې ئې  ترهه ګری اودنشه ایزو موادو کر او تولید نور هم زیات کړ .