د افغانستان د مشکلاتو د هواری لپاره د روسیې ډېپلومېسی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58337-د_افغانستان_د_مشکلاتو_د_هواری_لپاره_د_روسیې_ډېپلومېسی
ټاکلې شوې ده روسیه د افغانستان د مسائلو او مشکلاتو د هواری لپاره د نېټو د غړیو هېوادونو له استازیو سره خاصه غونډه جوړه کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2017 15:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان د مشکلاتو د هواری لپاره د روسیې ډېپلومېسی

ټاکلې شوې ده روسیه د افغانستان د مسائلو او مشکلاتو د هواری لپاره د نېټو د غړیو هېوادونو له استازیو سره خاصه غونډه جوړه کړی.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان ډله ایزو رسنیو د افغانستان په چارو کښې د روسیې د خاص استازی په نقل وویل: ټاکل شوې دې ده د روسیې او نېټو د غړیو هېوادونو استازی د سږ کال د اکتوبر د روانې میاشتې په شپږویشتمه نېټه په بروکسل کښې د افغانستان د مسائلو او مشکلاتو د هواری لپاره خاصه غونډه جوړه کړی  چې د دغه هېواد د ستونزو د هواری لارې چارې پکښې وڅېړلې شی.

هغه زیاته کړه: د روسیې استازے به په دغه غونډه کښې د افغانستان اوسنے حالت بیان کړی.

دا په داسې حال کښې دی چې څو ورځې مخکې هم د عمان پائېتخت مسقط کښې له طالب ډلې سره د کابل د سولې د خبرو اترو د زمینې د برابرولو په هدف سره د افغانستان، پاکستان، امریکې او چین څلور اړخیزه غونډه وشوه.