روسیې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58775-روسیې_په_افغانستان_کښې_له_ترهه_ګرۍ_سره_په_مبارزه_تاکید_وکړ
د روسیې د ملی امنیت د شورا سېکتر له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اړه له افغانستان سره په ملګرتیا تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2017 01:20 Asia/Kabul
  • روسیې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه تاکید وکړ

د روسیې د ملی امنیت د شورا سېکتر له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اړه له افغانستان سره په ملګرتیا تاکید وکړ.

د افغان غږ خبری اژانس د رپوټ له مخې نېکولائی پاټروشېف پرون په کابل کښې له افغان ولسمشر اشرف غنی سره په کتنه کښې وویل: روسیه په جنګ ځپلی افغانستان کښې د امنیت، سولې او ثبات د ټینګولو غوښتونکې ده.

هغه تاکید وکړ، روسیه غواړی له افغانستان سره لا زیات ښه تعلقات او ملګرتیاوې ولری او په دغه هېواد کښې د جنګ د ختمولو په لټه کښې دے.

افغان ولسشمر هم په دغه کتنه کښې وویل: کابل په مختلفو برخو کښې له ماسکو سره له ملګرتیا هرکلے کوی.

اشرف غنی زیاته کړه، د افغانستان مقصد د ماسکو او کابل  ترمېنځ د دوو اړخیزو او څو اړخیزو تعلقاتو مضبوطول دی چې دغه تعلقات د ګډو ګټو په بنیاد ولاړ دی او افغانستان او روسیه د ګډو خطراتو په خلاف مبارزه کوی.

هغه تاکید وکړ چې قراره او مخ په وده افغانستان د سیمې د هېوادونو په ګټه دے او ترهه ګری نه یوازې د افغانستان لپاره بلکه د سیمې او نړۍ لپاره  ګواښ دے.