عبدالرشیددوستم به ډیرزر افغانستان ته ستون شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59178-عبدالرشیددوستم_به_ډیرزر_افغانستان_ته_ستون_شی
جنرال عبدالرشید دوستم دمئ په نولسمه نیټه ترکیې ته تللی اوتر دې دمه په ترکیې کې ددرملنې لپاره دیره دی ، ځینی سرچینې په ترکیې کې د هغه اوږده دیره کیدا یو ډ ول سیاسی جلاوطنی ګڼی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2017 13:57 Asia/Kabul
  • عبدالرشیددوستم به ډیرزر افغانستان ته ستون شی

جنرال عبدالرشید دوستم دمئ په نولسمه نیټه ترکیې ته تللی اوتر دې دمه په ترکیې کې ددرملنې لپاره دیره دی ، ځینی سرچینې په ترکیې کې د هغه اوږده دیره کیدا یو ډ ول سیاسی جلاوطنی ګڼی .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان د ولسمشر لومړ ی مرستیال  جنرال عبدالرشید دوستم په ترکیې کې له شپږو میاشتو دیره کیدا وروسته  بیرته خپل هیواد ته  ګرځی .

 راپورښئ  دجنرال دوستم  مطبوعاتی دفتر  دیوې خبرتیا په  خپرولو سره  وئیلی دی ، دافغان ولسمشر دلومړی مرستیال جسمی وضعیّت  ښه شوی دی او ډیر زر به افغانستان ته  وګرځی .  البته د هغه دبیرته ستنیدادقیقه نیټه  نه ده  اعلان شوې .

 جنرال عبدالرشید دوستم  دمئ  په نولسمه نیټه  ترکیې ته تللی اوتر دې دمه په  ترکیې کې  ددرملنې لپاره  دیره دی ، ځینی  سرچینې  په ترکیې کې د  هغه اوږده دیره کیدا  یو ډ ول سیاسی جلاوطنی  ګڼی .

 کابل  ته د ولسمشر  دلومړی مرستیال  بیرته ستنیدا خبرونه په داسې حال کې دی چې  کابو  څلور میاشتې مخکې  هم بلخ ولایت ته د  افغان ولسمشر دلومړی مرستیال  دستنیدو په باب  راپورونه خپرۀ شوی وو، خو  دناټو ځواک قوماندانۍ   په مزارشریف  ښار هوائی ډګر کې  دهغه د الوتکې د کوزیدو اجازت نه ؤ ورکړی .