په افغانستان کې د امریکائی پوځیانو بمبارۍ۵۰فی صده زیاتې شوی دی
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی ،دترهه ګرو ډلو په مورچلو دامریکائی پوځ حملې یوازې د عمومی افکارو دغولولو لپاره دی ځکه په کرتو ثابته شوې ده چې امریکا د طالبانو ډلې اوداعشیانو ترمینځ په نښتو کې له تکفیری داعشی جنایتکارو ملاتړ کړی دی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د امریکائی پوځ د وروستیو احصایو په اساس امریکائی پوځیانو په ستمبر میاشت کې په افغانستان کې ۷۵۰بمونه او توغندی توغولی دی
د دغې اعلامیې په اساس وئیل شوی دی ، دغه بمونه دننګرهار ،هلمند اوکنړ ولایتونو پشمول دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ترهه ګرو ډلو پر مورچلو ویشتی دی چې له امله ئې په سلګونو ترهه ګر وژل شوی دی .
خو په عین حال کې ډیری شناندی اوکارپوهان وائی ،دترهه ګرو ډلو په مورچلو دامریکائی پوځ حملې یوازې د عمومی افکارو دغولولو لپاره دی ځکه په کرتو ثابته شوې ده چې امریکا د طالبانو ډلې اوداعشیانو ترمینځ په نښتو کې له تکفیری داعشی جنایتکارو ملاتړ کړی دی .
همدااوس په افغانستان کې د یولس زره امریکائی عسکرو پشمول پنځلس زره بهرنی عسکر دیره دی او ټاکل شوې ده ، درې زره نور بهرنی عسکر هم دغو عسکرو ته ورزیات شی .