امریکاپه افغانستان کې له داعش ډلې سره وسلوالې مرستې کوی
دافغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دفعالیت دپارخیدو او په دغه هیواد کې د یوه ستر مرکز د جوړولو لپاره د هغوی په هڅو اندیښنه ښودلې وه .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریازاخاروا وئیلی دی ، امریکا او ناټو په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې د وګړو لپاره دوسلو پشمول بیلابیلې مرستې برابروی .
میرمن زخاروا زیاته کړې ،امریکا اوناټو په افغانستان کې د داعش ملاتړ او وسلوالې مرستې کوی او د داعشی ترهه ګرو په ځای په ځای کولو کې له چورلکو استفاده کوی .
له دې مخکې هم دافغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دفعالیت دپارخیدو او په دغه هیواد کې د یوه ستر مرکز د جوړولو لپاره د هغوی په هڅو اندیښنه ښودلې وه .
دروسیې چارواکو په کرتو وئیلی دی،په افغانستان کې د یوه مرکز دجوړولو په موخې سره د داعش ترهه ګرې ډلې د عناصرو د شتون او مینځنۍ آسیاته ئې دنفوذ زیاتیدا د روسیې لپاره اندیښمنونکی چاره ده .