په افغانستان کې پنځوس وسلوال طالبان ووژل شول
په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او داعشی ترهه ګرو په ضد دپوځ او امنیتی ځواک پاکونکی عملیات په اوڅاره توګه زیات شوی دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان ددفاع وزارت مطبوعاتی دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیر شواروز کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په پاکونکو عملیاتو کې لږترلږه پنځوس ترهه ګرو اوطالبان وژل شوی او په لسګونو نور ټپیان شوی دی .
راپور ښئ په دغو وژل شویو کسانو کې په ننګرهار کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې پنځلس جنایتکار هم شامل دی چې وئیل کیږی په هغو کې د داعش درې مهم کمانډران هم ترسترګو کیږی
په دغې اعلامیې کې همداراز روښانه شوی ده په هلمند کې په عملیاتو کې پنځلس وسلوال طالبان وژل شوی او ن ور هم د دغه هیواد په نورو سیمو کې په پاکونکو عملیاتو کې هلاک شوی دی .
ویل کیږی دغه عملیات په یو وخت دافغانستان په څوارلسو ولایتونو کې اجرا شوی دی .
په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او داعشی ترهه ګرو په ضد دپوځ او امنیتی ځواک پاکونکی عملیات په اوڅاره توګه زیات شوی دی .