امریکا په دافغانستان کې د داعش په راپنځولو کې رول لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59501-امریکا_په_دافغانستان_کې_د_داعش_په_راپنځولو_کې_رول_لری
دافغانستان داجرائی شورا مشر وئیلی ، افغانستان هیڅ شک نه لری چې داعش دایران دښمن دی ، پر دې اساس له دغې ترهه ګرې ډلې سره دیوه دښمن په څیر چلند کوی ،ځکه افغانستان له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ایران سره ښې اړیکې لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 20, 2017 09:10 Asia/Kabul
  • امریکا په دافغانستان کې د داعش په راپنځولو کې رول لری

دافغانستان داجرائی شورا مشر وئیلی ، افغانستان هیڅ شک نه لری چې داعش دایران دښمن دی ، پر دې اساس له دغې ترهه ګرې ډلې سره دیوه دښمن په څیر چلند کوی ،ځکه افغانستان له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ایران سره ښې اړیکې لری .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د  ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر   عبدا....عبدا....   په کینیډا کې  د د هالیفیکس ریجنل  امنیتی  غونډې کې پخپلې وینا کې  وئیلی دی ،   په کابل کې  له افغان چارواکو سره  په کتنې  کې  دروسیې  یوه  لوړپوړی پوځی  چاروکی  ټینګار کړی چې  امریکا په افغانستان کې دداغش ډله راپنځولې ده .

  عبدا... وئیلی  ،  طالبان دیوه هیواد   دوستان هم نه دی  او   په پاکستان کې  د  ترهه ګرو    دامن   او روزنیز مرکزونه   په افغانستان کې د واشنګټن  دسټراټژۍ په وړاندې  ستر خنډ حسابیږی .

  دافغانستان داجرائی  شورا مشر  وئیلی ، افغانستان هیڅ شک نه لری  چې داعش  دایران  دښمن  دی ، پر دې اساس  له دغې ترهه ګرې ډلې  سره   دیوه دښمن  په څیر چلند کوی  ،ځکه  افغانستان  له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا  له ایران سره ښې اړیکې لری .

 له بلې خوا  دافغانستان  پخوانی ولسمشر حامدکرزی  او زیاتره افغان استازو  په کرتو   بهرنی هیوادونه په تیره بیا امریکا  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې  ډلې څخه په ملاتړ تورنه   کړې ده .

 داپه  داسې حال کې دی  چې  دافغانستان  دحکومت داجرائی شورا  دمشر مرستیال  محمد محقق  هم  په همداوروستیو کې     له عراق اوسورئې ، دافغانستان ، بدخشان، فاریاب ، جوزجان  اوسرپل ولایتونو ته  د  داعشی جګړه مارو جنایتکارو  دمنتقلولو  خبر ورکړی دی . 

 په عین حال کې  دافغانستان  په شمال کې  د داعش ترهه ګرې ډلې فعالیتونو زیاتیدا  دروسیې او مینځنۍ آسیا دهیوادونو دسختې اندیښنې لامل شوی دی .