امریکا په دافغانستان کې د داعش په راپنځولو کې رول لری
دافغانستان داجرائی شورا مشر وئیلی ، افغانستان هیڅ شک نه لری چې داعش دایران دښمن دی ، پر دې اساس له دغې ترهه ګرې ډلې سره دیوه دښمن په څیر چلند کوی ،ځکه افغانستان له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ایران سره ښې اړیکې لری .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا....عبدا.... په کینیډا کې د د هالیفیکس ریجنل امنیتی غونډې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنې کې دروسیې یوه لوړپوړی پوځی چاروکی ټینګار کړی چې امریکا په افغانستان کې دداغش ډله راپنځولې ده .
عبدا... وئیلی ، طالبان دیوه هیواد دوستان هم نه دی او په پاکستان کې د ترهه ګرو دامن او روزنیز مرکزونه په افغانستان کې د واشنګټن دسټراټژۍ په وړاندې ستر خنډ حسابیږی .
دافغانستان داجرائی شورا مشر وئیلی ، افغانستان هیڅ شک نه لری چې داعش دایران دښمن دی ، پر دې اساس له دغې ترهه ګرې ډلې سره دیوه دښمن په څیر چلند کوی ،ځکه افغانستان له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ایران سره ښې اړیکې لری .
له بلې خوا دافغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی او زیاتره افغان استازو په کرتو بهرنی هیوادونه په تیره بیا امریکا په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې څخه په ملاتړ تورنه کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان دحکومت داجرائی شورا دمشر مرستیال محمد محقق هم په همداوروستیو کې له عراق اوسورئې ، دافغانستان ، بدخشان، فاریاب ، جوزجان اوسرپل ولایتونو ته د داعشی جګړه مارو جنایتکارو دمنتقلولو خبر ورکړی دی .
په عین حال کې دافغانستان په شمال کې د داعش ترهه ګرې ډلې فعالیتونو زیاتیدا دروسیې او مینځنۍ آسیا دهیوادونو دسختې اندیښنې لامل شوی دی .