ځینی کسان هڅه کوی ، دافغانستان فاریاب ولایت مخالفانو ته وسپاری
د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا دمشر مرستیال محمد محقق هم په همداوروستیو کې وئیلی دی،د داعش ترهه ګرې ډلې زیات شمیر غړی په پلان شوی ډول فاریاب،سرپل او جوزجان ولایتونو ته منتقل شوی دی چې د دغه هیواد امنیت لپاره ئې ټلۍ کړنګولې ده .
دافغانستان دملی اسلامی غورځنګ ویندوی او دولسی جرګې غړی بشیر احمدته ینج وئیلی دی ، په فاریاب ،جوزجان او سرپل ولایتونو کې ناکرارۍ اوتاؤتریخوالی زیات شوی دی او د دغو ولایتونو ځینی مهمې سیمې د داعش ترهه ګرې ډلې په لاس نسکورې شوی دی .
هغه زیاته کړې د افغانستان حکومت په دغو ولایتونو کې دناکراریو دزیاتیدا په باب بې پروا دی او د ولس په وړاندې مسئولیّت نه احساسوی .
په عین حال کې د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا دمشر مرستیال محمد محقق هم په همداوروستیو کې وئیلی دی ، داعش ترهه ګره ډله په عراق او سورئې کې له ماتې خوړلو وروسته دافغانستان په شمال کې د مرکز د جوړولو هڅه کوی .
هغه زیاته کړې ، د داعش ترهه ګرې ډلې زیات شمیر غړی په پلان شوی ډول فاریاب ،سرپل او جوزجان ولایتونو ته منتقل شوی دی چې د دغه هیواد امنیت لپاره ئې ټلۍ کړنګولې ده .