په جوزجان ولایت کې په سلګونوځوانان له داعش ډلې سره یوځای شوی
داعشیان تر زیاتره له شل کلنۍ په کم عمره زلمیانو پانګونه کوی، هغوی ته د بهرنیو استادانو له خوا نظامی زده کړې ورکوی ، له حکومتی ځواکونو سره یې جګړې ته چمتو کوی، داعشیانو د درزاب ولسوالۍ په مغل او سردره کلیو کې پوځی مرکزونه جوړ کړی چې نوی جذب شوی کسان په دغو مرکزونو کې د وسلو او نورو جنګی وسایلو روزنه وینی .
زمونږخبریال د خبروافغان سرچینو له قوله راپور راکړ دافغانستان د جوزجان ولایت ځایی چارواکو ویلی دی ،د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې څه دپاسه درې سوه ځوانان له داعش ترهه ګرې ډلې سره یو ځای شوی او د دغې ډلې بهرنی ښوونک ورته جنګی روزنه ورکوی .
دجوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور وایی ، داعش ډلې څه وخت مخکې د یادې ولسوالۍ په مغل کلی کې ستره غونډه جوړه کړې او د یو شمېر کلو خلکو ته ئې بلنه ورکړې وه . د غه راز د دغې غونډې اصلی موخه هم د داعش په لیکو کې د نوو کسانو جذبولو لپاره تبلیغ و.
هغه وئیلی ،داعشیان تر زیاتره له شل کلنۍ په کم عمره زلمیانو پانګونه کوی، هغوی ته د بهرنیو استادانو له خوا نظامی زده کړې ورکوی ، له حکومتی ځواکونو سره یې جګړې ته چمتو کوی، داعشیانو د درزاب ولسوالۍ په مغل او سردره کلیو کې پوځی مرکزونه جوړ کړی چې نوی جذب شوی کسان په دغو مرکزونو کې د وسلو او نورو جنګی وسایلو روزنه وینی .
د درزاب ولسوالۍ سرپرست زیاته کړه چې داعش ډلې ځوانان او زلمیان له ۳۰ تر ۴۰ زره افغانۍ مالی امتیازونو په بدل کې په خپلو لیکو کې جذب کړی او په حکومت ضده پوځی عملیاتو کې ترې کار اخلی. همدارازد جوزجان د ولایتی شورا غړې حلیمه صدف وایی چې په روان کال کې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې په لیکو کې د زلمیانو جذب ډېر شوی،او خلک حیران پاتې دی، نه پوهېږی چې څه وکړی.