په غزنی کې پنځلس نور کسان هم تښتول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61535-په_غزنی_کې_پنځلس_نور_کسان_هم_تښتول_شوی_دی
له دې مخکې هم په کرتو دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په سلګونو کسان تښتول شوی او له هغوی ځینی وژل شوی او ځینی نور هم یا په پیسو او یا هم د پولیسو او امنیتی مامورانو په عملیاتو کې خوشی شوی دی او ډیری داسې هم شته چې تر دې دمه ئې دبرخلیک په باب هیڅ معلومات نشته .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 19, 2017 08:43 Asia/Kabul
  • په غزنی کې پنځلس نور کسان هم تښتول شوی دی

له دې مخکې هم په کرتو دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په سلګونو کسان تښتول شوی او له هغوی ځینی وژل شوی او ځینی نور هم یا په پیسو او یا هم د پولیسو او امنیتی مامورانو په عملیاتو کې خوشی شوی دی او ډیری داسې هم شته چې تر دې دمه ئې دبرخلیک په باب هیڅ معلومات نشته .

زمونږخبریال  دصدای  افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان په  ولسی جرګې کې  دغزنی ولایت دخلکو استازی  عراف رحمانی  وئیلی دی ، پرون   ناپیژاندو کسانو  هغه  پنځلس کسان چې په ګاډی کې سوارۀ ؤ او دغزنی  ولایت  په قره باغ  ولسوالۍ کې   ئې له ګاډو کوز کړل او له  هغوی درې کسان ووژل او  دولس نور ئې له ځان سره  نامعلوم ځای ته بوتلل .

  دغزنی دپولیسو  قوماندان جنرال  زمان  د دغه خبر په تائیدولو سره وئیلی دی ،  دبرمته شووکسانو  دبرخلیک په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی  البته په دې باب ئې پلټنې پیل کړی دی .

ددغې پیښې دخبر ترمخابیره کیدا پورې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

داپه داسې  حال کې دی چې له دې مخکې  هم په کرتو  دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په سلګونو کسان تښتول شوی او  له  هغوی ځینی وژل شوی او ځینی نور هم یا په پیسو او یا هم د پولیسو او امنیتی مامورانو  په  عملیاتو کې خوشی شوی دی او ډیری  داسې هم شته  چې تر دې دمه ئې دبرخلیک په باب هیڅ معلومات نشته .