وسله والو طالبانو په افغانستان کی دوه دینی عالمان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61539-وسله_والو_طالبانو_په_افغانستان_کی_دوه_دینی_عالمان_ووژل
په افغانستان او سیمې کې د دینی عالمانو، شخصیتونو او عامو خلکو په بې دلیله نیولل او په بوږنونکی ډول دهغوی وژل اوسرونه ئې غوڅول د جنایتکارو اوغړیدلو ترهه ګرو د ورځې معمول جوړ شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 19, 2017 09:21 Asia/Kabul
  • وسله والو طالبانو په افغانستان کی دوه دینی عالمان ووژل

په افغانستان او سیمې کې د دینی عالمانو، شخصیتونو او عامو خلکو په بې دلیله نیولل او په بوږنونکی ډول دهغوی وژل اوسرونه ئې غوڅول د جنایتکارو اوغړیدلو ترهه ګرو د ورځې معمول جوړ شوی دی .

زمونږخبریال له  ننګرهاره راپور راکړ   دافغانستان  دننګرهار د والی ویاند عطا ا... خوګیانی نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی پرون ناوخته وسله والو طالبانو د روداتو ولسوالۍ د شیخ احمد کلی د جامع جومات خطیب او د همدې  ولسوالی د زاخیلو کلي د ذکورو لیسی ښوونکی قاری هجرت ا...   د جومات له مخی له نیولو  وروسته  له هغه سر غوڅ کړی  اومړی ئې  هم دسړک غاړې ته غورځولی دی .

 هغه ووئيل ،  وژل شوی دینی عالم هیڅ ډول سیاسي فعالیت نه کاوه.  دده پر وینا   د پیښی په تړاو څوک نه دی نیول شی خو.امنیتی ادارو پلټنی پیل کړی دۍ وسله والو طالبانو   دخبر ترمخابیره کیدا پورې  په دی اړه څه  نه دی ویلي.

همداراز د زابل ولایت  امنیتی چارواکو هم نن وئيلی ،دزابل  ولایت یو  نامتو عامل مولوی منګل  هم د دغه ولایت په قلات ولسوالۍ کې  دوسلوالو په  یرغل کې وژل شوی دی ،  د دغې پيښې پړه هم دخبر ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې .

 په افغانستان او سیمې کې د  دیني عالمانو، شخصیتونو او عامو خلکو په  بې دلیله نیولل او په بوږنونکي ډول دهغوی  وژل اوسرونه ئې غوڅول  د جنایتکارو اوغړیدلو ترهه ګرو  د ورځې  معمول جوړ شوی دی .

له بلې خوا  دافغانستان  د۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا فقیری  هم وئيلی دي ، د ننګرهار ولایت په خوږیاڼیو  ولسوالۍ کی د داعش ډلی پر خلاف دپیل شویو عملیاتو په دوام کی په تیرو څلورویشت ساعتونوکی پنځه   داعشي وسله وال وژل شوی او نهه   نور ژوبل شوی او دهغوی وسلی او مهمات او دنشه یی توکیو دتولید یو لابراتوار  هم له مینخه وړل شوی دی  .   راپورښئ دهغوي  له  پټنځایونو یو شمیر وسلې او تجهیزات هم   ا منیتی مامورانو منګولو ته لویدلي دي.