دکابل چاودنې د بشریّت په ضد وحشی ډوله جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i62177-دکابل_چاودنې_د_بشریّت_په_ضد_وحشی_ډوله_جنایت_دی
د افغانستان کابل له څو میاشتو راهسې د داسې ترهه ګرو حملو اوبمی چاودنو شاهد دی چې په سلګونو کسان پکې قربانی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 14:01 Asia/Kabul
  • دکابل چاودنې د بشریّت په ضد وحشی ډوله  جنایت دی

د افغانستان کابل له څو میاشتو راهسې د داسې ترهه ګرو حملو اوبمی چاودنو شاهد دی چې په سلګونو کسان پکې قربانی شوی دی .

ایسو شی ایټیډ پریس آژانس راپور ورکړ  دافغانستان ولسمشر اشرف غنی  نن  ماسپښین  دکابل ځان مرګی بریدونه د انسانیّت په ضد ستر جنایت وبالۀ او  وې وئیل  وحشی ترهه ګرو یو ځل بیا دافغانستان بې ګناه خلک  قتل عام کړل .

 اشرف غنی  د  کابل  د ځان مرګو  عاملان  داسلام  او دانسانی اررښتونو دښمنان وبلل او  زیاته ئې کړه ،  ترهه ګر د دغه هیواد پر جوماتونو اوسپیڅلو ځایونو حملې کوی او  دې ځل  وار د فرهنګی  مرکز ؤ  چې  کلتوری مرکزونه هم د دغو وحشی ډ وله جنایتکارو له شره خوندی نه دی .

  نن سهار د کابل  په پل سوخته  سیمې کې    تبیّان  کلتوری مرکز او صدای افغان خبری آژانس  پر ودانۍ په ځان مرګو حملو کې  لږترلږه پنځوس کسان  شهیدان او په لسګونو  نور ټپیان شوی دی  چې  وئیل کیږی  د شهیدانو دشمیر دزیاتیدا احتمال هم شته . په همدا وروستیو  کې افغان خبرو سرچینو وئیلی دی د دغه غیر انسانی او غیر اسلامی اقدام پړه هم داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده .

   د افغانستان کابل   له څو میاشتو راهسې   د داسې  ترهه ګرو  حملو اوبمی چاودنو  شاهد دی چې  په سلګونو کسان پکې قربانی شوی دی .