دکابل حکومت په هیوادکې د داعشیانو دفعالیتونو په مخنیوی کې لټي کوی
دافغانستان خبرو سرچینو او زیاتره سیاستوالانو په کرتو وئیلی دی ، د دغه هیواد په ختیځی سیمو کې د داعشی ترهه ګرو په ځای په ځای کولو کې خینی چورلکې استعمالیږی چې یو لړ شکونه ئې رامینځةکړی دی .
دافغانستان په ولسی جرګې کې دننګرهار دخلکو استازی حاجی ظاهر قدیر یو ځل بیا د دغه هیواد د خلکو وژلو او د داعش ترهه ګرې ډلې حملو ته په اشارې سره وئیلی دی ، د افغانستان دملی وحدت حکومت په دغه هیواد کې د داعشی ترهه ګرو د ځپنې لپاره هیڅ اقدام نه کوی .
هغه زیاته کړې ،هر وخت چې دافغانستان ولس له داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې سره دمقابلې لپاره اقدام کړی ، نو دملی وحدت حکومت ورته له دغو تکفیریانو سره د مبارزې اجازت نه دی ورکړی .
دافغانستان د ولسی جرګې دغه استازی همداراز روښانه کړې ده ، د دغه هیواد داساسی قانون په اساس ، هرکله چې حکومت ونه توانیږی ، له خلکو دفاع وکړی ،نو پخپله ښاریز د خپل حریم اوسیمې د دفاع لپاره لاس په کار کیدلی شی .
له دې مخکې هم د دافغانستان حکومت له داعشی ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې په لټیو تورن شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان خبرو سرچینو او زیاتره سیاستوالانو په کرتو وئیلی دی ، د دغه هیواد په ختیځی سیمو کې د داعشی ترهه ګرو په ځای په ځای کولو کې خینی چورلکې استعمالیږی چې یو لړ شکونه ئې رامینځةکړی دی .