دکابل حکومت په هیوادکې د داعشیانو دفعالیتونو په مخنیوی کې لټي کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64009-دکابل_حکومت_په_هیوادکې_د_داعشیانو_دفعالیتونو_په_مخنیوی_کې_لټي_کوی
دافغانستان خبرو سرچینو او زیاتره سیاستوالانو په کرتو وئیلی دی ، د دغه هیواد په ختیځی سیمو کې د داعشی ترهه ګرو په ځای په ځای کولو کې خینی چورلکې استعمالیږی چې یو لړ شکونه ئې رامینځةکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 23, 2018 09:44 Asia/Kabul
  • دکابل حکومت په هیوادکې د داعشیانو دفعالیتونو په مخنیوی کې لټي کوی

دافغانستان خبرو سرچینو او زیاتره سیاستوالانو په کرتو وئیلی دی ، د دغه هیواد په ختیځی سیمو کې د داعشی ترهه ګرو په ځای په ځای کولو کې خینی چورلکې استعمالیږی چې یو لړ شکونه ئې رامینځةکړی دی .

دافغانستان په ولسی جرګې کې  دننګرهار دخلکو استازی حاجی ظاهر قدیر یو ځل بیا   د دغه هیواد د خلکو وژلو او  د داعش ترهه ګرې ډلې   حملو ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  د افغانستان  دملی وحدت حکومت  په دغه هیواد کې د داعشی ترهه ګرو د  ځپنې لپاره هیڅ اقدام نه کوی .

 هغه زیاته کړې  ،هر وخت چې  دافغانستان ولس  له داعشی تکفیری ترهه  ګرې ډلې سره  دمقابلې لپاره  اقدام کړی ، نو دملی وحدت حکومت   ورته له دغو تکفیریانو سره د مبارزې اجازت نه دی ورکړی .

  دافغانستان د ولسی جرګې دغه   استازی  همداراز روښانه کړې ده ،   د دغه هیواد داساسی قانون په اساس ،   هرکله چې حکومت ونه  توانیږی ،  له خلکو دفاع وکړی ،نو پخپله ښاریز  د خپل حریم اوسیمې د دفاع لپاره  لاس په کار کیدلی شی .

 له دې مخکې هم د دافغانستان  حکومت  له داعشی ترهه ګرې ډلې سره   په مبارزې کې  په لټیو تورن شوی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دافغانستان خبرو سرچینو او زیاتره سیاستوالانو په کرتو وئیلی دی ،  د دغه هیواد په ختیځی سیمو کې    د داعشی ترهه ګرو  په ځای په ځای کولو کې   خینی چورلکې   استعمالیږی چې  یو لړ شکونه ئې رامینځةکړی دی .